د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1737549
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې "  اردوغان : د ټولو فرصتونو ارزولو ته ژمن یو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې د مالي‌ بحرانونو د ښه مدیریت کولو په برخه کې د یو تجربه لرونکي‌ هیواد په توګه  په نړۍ کې ددې مهمې دورې د ټولو فرصتونو ارزولو ته ژمن یو.

هغه زیاته کړه چې د پانګه اچونې، تولیداتو، کارموندنې  او د صادرات محوره اقتصادي سیاستونو سره  څه چې زمونږ لپاره غوره وي‌ د هغه کولو ته ژمن یو.

 

د وطن ورځپاڼې " د یونان په رسنیو کې د ترکیې د دفاعي‌ صنایع د پرمختګونو انعکاسات " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، یونان په ترکیه کې دفاعي صنایع په برخه کې پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي. د ترکیې ځايي او ملي‌ ټکنالوژي د یونان په رسنیو کې ډیر پراخه انعکاسات موندلي‌ دي. همداشان یوناني‌ رسنیو د اتن پر حکومت ترکیې ته د ځان رسولو او رقابت کولو له امله سختې نیوکې کړي‌ دي.

یونان چې ترکیې سره د ځان د برابرولو په خاطر د امریکا او فرانسې نه د جنګي‌ الوتکو او کښتیو رانیولو او پیرودلو پریکړه کړې بیا هم پدې پوه شوی دی چې ترکیې ته ځان نشي‌ رسولی. یوناني‌ رسنیو پر حکومت د سختو نیوکو سره ویلي‌ دي‌ چې د ترکیې سره د وسلو په برخه کې رقابت به یونان په سیند کې لاهو کړي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " افریقايي هیوادونه به د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې د ترکي په وسلو سمبال ډرون نه استفاده وکړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د مراکش، الجزایر، رواندا، او نایجیریا نه وروسته  دا نایجیر هم هیواد کې د القاعده او داعش په څیر د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په خاطر د ترکیې نه د بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال الوتکو د رانیولو پریکړه کړې ده . همداشان نوموړي‌ هیواد د ډرون الوتکو سربیره د ترکیې نه د زغروالو پوځي‌ وسایطو د رانیولو وړاندیز هم کړی دی.

د نایجیر دولتي‌ مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې په پام کې لري‌ د ترکیې نه په وسلو سمبال ډرون الوتکې، تعلیمي‌ الوتکې او زغروال وسایط وپیري. نایجیر چارواکیو ویلي‌ دي‌ چې ترهګر به د ترکیې د په وسلو سمبال الوتکو سره له منځه یوسو.

 

د سټار ورځپاڼې  " سومالیا د ترکیې سره ډیره زیاته مینه لري " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د هیر ومن په نامه ملکي‌ سازمان یو تن جګپوړي‌ چارواکي دیقا سالاد وویل ، سومالیا چې د اروپا ټولې ښکلا ګانې په خپل منځ کې لري  او په یواځې ځان یوه لویې وچې په څیر دی ډیر هیوادونه پدې هیواد کې پانګه والۍ نه ډډه کوي‌ خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ حکومت د هیڅډول اندیښنې پرته سومالیا ته سفرونه کوي. همداشان هغه سومالیايي ځوانان چې په ترکیه کې لوړې زده کړې کړي‌ دي‌ د دواړو هیوادونو ترمنځه د دوستۍ او ورورولۍ پل رول لوبوي. د ترکیې سره د سومالیا د محبت اظهار او بیان ناممکن دی.

 

د صباح ورځپاڼې " د ترکیې ځايي‌ او ملي‌ واکسین ترکو واک د دریم فاز چارې به په زر تنو د تطبیق سره ترسره شي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د کرونا ویروس ضد ځايي‌او ملي‌ واکسین ترکو واک د دریم فاز چارې به په ۲۰۲۲ کال په اوایلو کې پایته ورسیږي‌ او په تولیداتو به پيل وکړي.



اړوند خبرونه