د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1734560
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې ″ د عمر چیلیک لخوا د ماکرون پر خلاف ډیر سخت غبرګون ″ د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک تیره ورځ د یاد شوي ګوند د مرکزي شورا د غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وینا وکړه. هغه دلته په پاریس کې د لیبیا په اړه جوړې شوې غونډې ته په اشارې سره وویل چې د لیبیا راتلونکی باید پخپله د لیبیا د خلکو لخوا وټاکل شي. په لیبیا کې سوله هم باید د همدې هیواد د خلکو لخوا ټینګه کړی شي. هغه د فرانسې د ولسمشر ماکرون هغه څرګندونو په اړه چې ویلي وو ترکیه باید د لیبیا نه خپل ځواکونه وباسي سخت غبرګون وښود او وویل چې ترکیې ځواکونه په لیبیا کې یواځې د مشورتي  او روزنیز بڼه لري.

 

د صباح ورځپاڼې ″ د ترکیې د دفاع وزیر د مغلستان د دفاع وزیر سره لیدنه وکړه ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار تیره ورځ د مغلستان د دفاع وزیر سره چې د ترکيې او مغلستان د ګډې اقتصادي کمیټې په غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته راغلی وو لیدنه وکړه.

همداشان د لیدنې نه وروسته د ترکیې او مغلستان ترمنځه د پوځي تاریخ، ارشیف، موزیم او نشراتو په برخه کې پروتوکولونه لاسلیک شول.

 

د سټار ورځپاڼې ″ اوکتای : ترکیه په یو لیډر هیواد د بدولو په خاطر شپه او ورځ کار کوو ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د شمالي قبرس ترکي جمهوریت د تاسیس د ۳۸ مې کلیزې د لمانځونو په مناسبت د شمالي قبرس ترکي جمهوریت د بدستان په سیمه کې جوړ شوي نندارتون کې چې د اسلام او ترکي نړۍ مهم اثار پکې نندارې ته وړاندې شوو ګډون وکړ. هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې ترکیې لکه څرنګه چې پخوا  هیواد د علم او عرفان په مرکز د بدولو لپاره هلې ځلې کولې نن ورځ د مدرنې پيړۍ د مهمو اړتیا وو نه د ټکنالوژۍ په برخه کې په یو مخکښ او لیډر هیواد د بدلولو لپاره کار کوو.

 

د وطن ورخپاڼې ″ ترکش ایرلاینز د ورځې په اوسط ډول د ۱۰۰۷ الوتنو سره په اروپا کې دویم مقام خپل ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د سیرو سفر د امنیت تشکیلاتو لخوا د نوامبر د اتمې او ۱۴ مه نیټو ترمنځه خپل ارقام اعلان کړ. د اعلان شوو ارقامو له مخې ترکي ایرلاینز په اوسط ډول د ورځې د ۱۰۰۷ الوتکو سره د اروپا دویم مقام خپل کړ.

 

د ینې شفق ورځپاڼې ″ د قدم وهلو پرمهال يي ومونده : ۴ میلیونه کلن تاریخي قدامت لري ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ادییامان په ولایت کې ۴ فوسیل موندل شوي چې ویل کیږي ۴ میلیون کلن تاریخي قدامت لري. ۲۱ کلن ګل جان اوزترک چې د ادییامان ولایت د بولوک یایلا په کلي کې د خپلې کورنۍ سره یو ځای د ښار نه په بیروني سیمو کې قدم وهلو څلور فوسیل يي وموندل او وروسته يي د ادییامان ولایت د موزیمونو ریاست ته وسپارل.

د موزیم د متخصصینو لخوا ددې فوسیل د څیړونو نه وروسته وویل چې ۴ میلیونه کلن تاریخي قدامت لري . دا فوسیل د یو ډول سمندري حیوان چې یوه حجره لري اړوند دی.



اړوند خبرونه