د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1732855
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې ″  د ولسمشر اردوغان لخوا د میچوتاکیس پر خلاف ډیر سخت غبرګون ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان د لومړي  وزیر میچوتاکیس لخوا د کډوالو په مسئله کې پر ترکیې د نیوکو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل  ″ په یو داسې هیواد چې پنځه میلیونه تنو کډوالو کوربه توب کوي د کډوالو په مسئله کې نیوکې کول دا په اصل کې ډیره ستره بې حیايي او بې شرمي  ده. هو تاسې نړۍ ته فریب ورکولی شۍ خو ترکیه ته په هیڅ ډول فریب ورکولی نشۍ. ″ ولسمشر اردوغان پر امریکا چې یونان يي په خپلي پوځي  هډې بدل کړی دی ډیره سخته نیوکه وکړه او وویل چې ″ کله چې مونږ  د امریکا د ولسمشر او مقاماتو نه ددې مسئلې په اړه معلومات غواړو او پوښتنه کوو هیڅکله هم حقیقت نه وايي  خو هغوې ته زمونږ توصیه داده چې غلط ګاونډی د ځان لپاره انتخاب کړی دی. ″

 

د صباح ورځپاڼې ″ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د کډوالو په مسئله کې پر لویدیځ سخته نیوکه″ د سرلیک لاندې لیکلي دی، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیلاروس او پولنډ په پولو کې د کډوالو د ستونزې له امله د ترکیې پر خلاف د ناحقو او غیرې مسئولانه څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ″ په یوې داسې مسئله کې چې ترکیه هیڅ دخیله نده د ترکیې خپه راښکدل او ترکیه ددې ستونزې د یوې پارچې په توګه ښودل په کلکه توګه ردوو. سربیره پر دې پدې مسئله کې په ډیر شفافه توګه د معلوماتو د شریکولو سره سره د ترکیې پر هوايي کرښو شرکت چې په نړۍ کې ځانګړی اعتبار لري بې ځایه نیوکې او تورونه لګول یو قصدي  عمل دی . ″

 

د وطن ورځپاڼې ″ ترکیې دفاع وزیر : ترکیې وسله وال پوځ په یو داسې پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دی چې د نړۍ د ګوتو په شمیر هیوادونو نه يي استعمالوي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار تیره ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل چې ، د ترکیې وسله وال ځواکونه نن ورځ په یو داسې پرمختللې او لوړې ټکنالوژۍ سمبال دي چې د نړۍ د ګوتو په شمیر هیوادونو لخوا کارول کیږي. ترکیې وسله وال پوځ پدې برخه کې ډیر بډایه دی. همداشان د ترکیې دفاعي صنایع پرمختګ او لاسته راوړنې او په ترکیه کې مجرب بشري قوه په حقیقت کې چې د ټولو لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی.

 

د حریت ورځپاڼې ″ اروپايي ټولنې د ترکیې د اقتصادي ودې په اړه خپل اټکل اصلاح کړ″  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپايي ټولنې کمیسیون د ۲۰۲۱ کال لپاره د اروپا  اقتصادي اټکلونو په راپور کې د ترکیې د کلني اقتصادي ودې په اړه خپل اټکل د ۵ عشاریه ۲ سلنې نه ۹ سلنې ته لوړ کړ.

 

د سټار ورځپاڼې ″ د ناټو نه د هورکوش په اړه تاریخي پریکړه ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ناټو سازمان د ترکیې  ملکي هوانوردۍ ریاست  په رسمیت وپیژنده. د ترکېې  د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو د ناټو سازمان ددې پریکړي نه د یوې تاریخي پریکړې په توګه یادونه وکړه.ددینه وروسته به د ترکیې ځايي او ملي الوتکې هورکوش د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو د پوځونو لخوا د عسکري  موخو لپاره هم وکارول شي.



اړوند خبرونه