د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1732543
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د وطن ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان کاظمي‌ ته د ډاډګیرنې لیک واستوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق لومړي وزیر مصطفی کاظمي‌ ته یو څه موده مخکې د هغه په کور د نامعلومو ډرون الوتکو لخوا د  ترسره شوي‌  ترهګري برید په اړه لیک واستوه. ولسمشر اردوغان پدې لیک کې  د کاظمي پر کور ترسره شوی برید په ډیرو کلکو ټکو غندلی او ویلي دي‌ چې " ترکیه د عراق نه د ترهګرۍ پر خلاف په روانه ملاتړ کې تل ملاتړ کړی او ددینه وروسته به هم په ډیره قوي‌ توګه ملاتړ ته دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان په لیک کې کاظمي ته د ډاډګیرنې مراتب هم وړاندې کړي‌ دي.

 

د حریت ورځپاڼې « شنتوب : ترکیه د لیبیا نه ملاتړ ته دوام ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ شورا رئیس مصطفی شنتوپ وویل چې  ترکیه به د لیبیا سره لکه تر ننه پورې ترسره کړو مرستو ته  د اړتیا په صورت کې په راتلوونکي‌ کې هم ترسره کولو ته دوام ورکړي. ترکیه د خپلو لیبیايي ورورنو ترڅنګ دریدو ته دوام ورکوي.

 

د سټار ورځپاڼې « د صادراتو په برخه کې د سونګار لخوا مهمه حمله » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې لومړني‌ په وسلو سمبال ډرون سیستم سونګار د صادراتو په برخه کې مهم ګام اوچت کړ. د سونګار تولیدونکي‌  د اسیسګارډ  په نامه د شرکت عمومي‌ رئیس مصطفی بارش دوزګون وویل چې تر اوسه پورې دوو هیوادونو ته د سونګار په نامه ډرون سیستم صادر کړی دی او د درې نورو هیوادونو سره مذاکرات پیل شوي‌ دي. مذاکرات نهايي شوي او په لنډه کې به ددې هیوادونو سره هم قرارداد لاسلیک شي.

هغه وویل چې طلب کچه ډیره زیاته لوړه ده . یو زیات شیمیرهیوادونو مونږ نه د قیمت غوښتنه کړې ده .

 

د صباح ورځپاڼې « اروپايي ټولنه د مودکس ساحوي‌ تطبیقات د لومړي ځل لپاره په ترکیه کې ترسره کوي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اروپايي ټولنې د ملکي‌ خوندیتوب ادارې لخوا  ترتیب  د ناورین او زلزلې نه وروسته  د پلټنو، ژغورنو او طبي‌ مداخلې اړوند د د مودکس ساحوي‌ تطبیقات د لومړي‌ ځل لپاره په ترکیه کې جوړیږي.

دا تطبیقات چې د ترکیې د تیکیرداغ په ولایت کې جوړیږي د فرانسې، اتریش،اسپانیا ، ایټالیا، یونان او ترکیې نه پکې ۱۷۱۵ تنه ګډون کوي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکي‌ ټکران ۱۸۰ هیوادونو ته صادریږي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د نساجۍ تولیدونکو او سوداګرو د ټولنې رئیس حسن حسین بایرم وویل چې ترکیه په کال کې ۱۸۰ هیوادونو ته د ۳ عشاریه ۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت ټکران صادروي.

د ټکرانو صادرات د ترکیې د اقتصادی سره ډیره مرسته کوي.

 



اړوند خبرونه