د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1726216
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د فتو ترهګري سازمان پر خلاف د مبارزې  په اړه پيغام " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیر ورځ د چاد هیواد د انتقالي حکومت د ولسمشر محمد ادریس ایتنو سره  چې د رسمي‌ سفر په ترڅ  کې ترکیې ته راغلی دی په پلازمینه انقره کې لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان د چاد د ولسمشر سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان خبري‌ غونډې ته وویل چې " زمونږ هدف د چاد سره د اقتصادي‌ اړیکو لا پياوړي‌ کول د. ددې سربیره د فتو ترهګري سازمان پر خلاف په مبارزه کې د چاد د هیواد ملاتړ هیڅوخت هیرولی نشو. دوې مونږ سره پدې مبارزه کې ډیره مرسته کړې ده . "

 

د حریت ورځپاڼې " د ترکیې او امریکايي مقاماتو ترمنځه مهمې ټیلیفوني‌ خبرې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن پرون د امریکا متحده ایالتونو د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د سلاکار جک سالیوان سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویندوی د دفتر لخوا د خپور شوي‌ بیان له مخې ولسمشر اردوغان ویاند قالن د امریکا د ملي‌ امنیت د سلاکار سالیوان سره پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د اف ۳۵  او اف ۱۶ الوتکو په مسئلې، نړۍوال اقلیم بدلون، افغانستان، سوریې، لیبیا، قره باغ ، یونان ، ختیځې مدیترانې او نورو سیمه ایزو مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړل.

 

د وطن ورځپاڼې " بایرقدار ټي بي په وسلو سمبال ډرون الوتکې یو بل هیواد ته هم صادریږي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بایکار ټکنالوژۍ شرکت   یو بل هیواد سره د بایرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکو د تړون د لاسلیکولو نه خبر ورکړ. یاد شوي‌ شرکت د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې یو بل هیواد سره د ټي بي ۲ په وسلو سمبال ډرون الوتکو قرارداد نهايي شو. ترکیه به یو بل هیواد باندې هم ټي بي ۲ په وسلو سمبال الوتکې وپلورلي. پدې ډول هغه هیوادونو ته چې دا الوتکې ورته صادریږي‌ شمیره ۱۳ ته لوړه شوه.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د استانبول هوايي ډګر د اروپا تر ټولو د ښه هوايي ډګر انتخاب شو" د استانبول هوايي ډګر د هوايي ډګرونو د نړۍوالې شورا لخوا د اروپا تر ټولو د ښه هوايي دګر په توګه انتخاب شو. همداشان استانبول هوايي ډګر تر ټولو د ښه هوايي ډګر له امله د جایزې لایق وګڼل شو.

 

د سټار ورځپاڼې " د اروپا لخوا ګلانو طلب ډیر شوی دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې د روان کال په تیرو لسو میاشتو کې د نړۍ ۸۳ هیوادونو ته د ۱۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ګلان صادر کړي‌ دي. تر ټولو زیات د ګلانو صادرات هالنډ، انګلستان، جرمني، اوزبیکستان، رومانیا او بلغاریا ته شوي‌ دي.



اړوند خبرونه