د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي

د وطن ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا نړۍ ته غوڅ پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان افریقا ته د خپل سفر په چوکاټ کې د نایجریا نه هم لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان د نایجریا د ولسمشر محمد بخاري سره د دوه په دوه او هیئتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته به ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان خبري غونډې ته وویل چې پدې لیدنه کې مو د ترکیې او نایجریا ترمنځه د اړیکو په ټولو ابعادو خبرې وکړې . ترکیه د نایجریا سره پوځي ، دفاعي او امنیتي برخو کې همکاریو کچه لا پسې لوړوي. ددې هیواد سره پدې برخو کې اړیکې لا غښتلې او پیاوړې کوو.
د ینې شفق ورځپاڼې " د استخباراتو او پوځ لخوا هدفي عملیات " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو او ملي استخباراتو د اکتوبر په اتمه نیټه د عراق په شمال کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د پي کاکا ترهګري سازمان د ښځینه ترهګرو مسئوله تایبت بیلن له خپو وغورځوله.
نوموړې ترهګرو چې د بې ګناه او مظلومو انسانانو په وژنو او ورانکارانه فعالیتونو تورونه وه د محمور کمپ ته په لاره کې ووژل شوه.
د صباح ورځپاڼې " د ترکیې مرستیال ولسمشر لخوا د اقتصادي تورم په اړه پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای په هیواد کې اقتصادي تورم په اړه وویل چې مونږ ژمن یو چې د پولي او مالي سیاستونو نه د ملاتړ او په هیواد کې د تولیداتو د کچې د لوړولو په هیواد کې اقتصادي تورم کچه د لس سلنې نه راټیټ کړو.
د حریت ورځپاڼې " په صادارتو کې یو بل ریکارډ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې ترکیې د لومړي ځل لپاره صادرات د نړۍ د ټولو صادراتو یو سلنې نه اوچت شوي دي. هغه وویل چې دا د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې لومړی ځل دی چې زمونږ صادرات د ټولې نړۍ د صادراتو د یوې برخې نه لوړیږي.
د سټار ورځپاڼې " روس ګرځندویان : ترکیه د تفریح او تاریخي مکانونو له پلوه یو بې ساری هیواد دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د روس او اوکراین د ګرځندویانو لپاره د تفریح لپاره د نړۍ تر ټولو د خوښې وړ هیواد دی. ترکیه هر کال د میلیونونو تنو ګرځندویانو کوربه توب کوي چې په لومړي کتار کې روسان شتون لري.