د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1720012
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د وطن ورځپاڼې " د طالبانو هیئت ترکیې ته راغلی دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي‌ په مشرۍ یو ۷ کسیز جګپوړی هیئت پرون انقرې ته راغی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په مشرۍ هیئت د بهرنیو چارو په وزارت کې د طالبانو د سرپرست بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي‌ په مشرۍ هيئت سره لیدنه وکړه.

لیدنه  د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه .

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته  وویل چې د افغان هیئت سره په لیدنه کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او وضعیت په اړه پوره معلومات واخیستل.

هغه وویل چې پدې لیدنه کې د طالبانو هیئت ښځو ته په دولتي‌ اداراتو کې د ونډې ورکولو په اړه ځینې توصیې ورکړې.

چاووش اوغلو وویل چې د ښځو کار کول د اسلامي‌ اصولو خلاف ندي او اسلامي‌ نړۍ هم همدا توقع لري. هغه وویل چې طالبانو هیئت د ترکېې نه په ځانکړې توګه د بشري‌ مرستو، په افغانستان کې د سرمایه ګذارۍ د دوام غوښتنه وکړه.

همداشان طالبانو هیئت ددې خبرې په ټینګار وویل چې که چیرې په ترکیه کې میشت افغان کډوال وغواړي‌ چې هیواد ته ستانه شي‌ مونږ پدې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو یو.

 

د ینې شفق ورځپانې " دفاع وزیر اکار : څه چې لازم وي‌ هغه به وکړو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د سوریې په شمال کې د پې کاکا ترهګري‌ سازمان لخوا په ترکي‌ ځواکونو د ترهګري‌ برید په اړه وویل " د هیواد د حق او ګټو نه د دفاع په خاطر به لازم ګامونه اوچت شي. د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ او لارښونو نه  لکه ترننه پورې ددینه وروسته هم  د وخت په رارسیدو سره به لازم ګامونه اوچت شي. هیڅوک باید پدې اړه شک او شپهه ونلري. "

 

د صباح ورځپاڼې "  په پوره خپلواکې دفاعي‌ صنایع سکتور باندې ټینګار " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ په جوړه شوې د دفاعي‌ صنایع د اجراییوي‌ کمیټې په غونډه کې  د دفاعي‌ صنایع په برخه کې د هیواد د ځان بسیاینې په مسئلې خبرې او بحث وشو. پدې غونډه کې په ټوله معنا د خپلواکه دفاعي‌ صنایع په سکتور او ځان بسیاینې ټینګار وشو.

 

د سټار ورځپاڼې " دوه نورو هیوادونو نه هم د ترکیې نه په وسلو سمبال بې پیلوته الوتکو غوښتنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ایتوپیا او مراکش د ترکیې نه د په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکو غوښتنه وکړه.

نوموړو هیوادونو د ډرون الوتکو د پیریدو لپاره وړاندیز وړاندې کړی دی.

 

د حریت ورځپاڼې " د نړۍ تر ټولو  اوږده ښځه په ترکیه کې ده " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د قره بوک ولایت د زعفران بولو په ولسوالۍ کې میشته روماسیا ګلګي د ۲ متره او ۱۵ سانتي‌ قد سره د نړۍ تر ټولو د اوږدې ښځې عنوان ترلاسه کړی او د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې نوم ثبت شو.



اړوند خبرونه