د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1718992
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرترک ورځپاڼې " د جي‌ شل ډلې په فوق العاده سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې  " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ولسمشر اردوغان د افغانستان په اړه جوړې شوې  د جي‌ شل سازمان د مشرانو سرمشریزې  ته د ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې په  افغانستان رامنځته شوي‌  تحولات  د سیاسي او بشري‌ اړخونو ترڅنګ اقتصادي‌ او مالي‌ اړخونه هم لري. اقتصادي‌ او مالي‌ اغیزې هم ډیرې دي. نن ورځ مونږ په افغانستان کې د نوي‌ سیاسي‌ او جیوپولتیک حقیقت سره مخامخ یو.

پدې هیواد کې هر څه ژر د ثبات او امنیت ټینګښت یواځې د سیمې لپاره نه بلکې په نړۍواله کچه هم ځانګړی اهمیت لري.

د طالبانو سره د مذاکراتو کانالونه باید پرانیستي وساتو، د ستراتيژیک صبر سره هغوې  باید  پړاو په پړاړ  یو هر اړخیز حکومت جوړولو ته وهڅوو. نن ورځ افغانان  د سیاسي‌ ناڅرګندۍ ترڅنګ د څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې د روانې بې استقرارۍ ، د جګړو او ترهګرۍ ناوړه او سوځوونکو پایلو سره مجادله کوي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د افغانستان په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې د افغانستان وروستي‌ پرمختګونه د نږدې نه تعقیبو. همداشان هغه وویل د ځينو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په  ګډه پلازمینې کابل ته د سفر نیت لرو.

 

د حریت ورځپاڼې " د ترکیې د ملي‌ شورا رئیس لخوا د اسپانیا نه هم مننه وکړه  او هم يي ورته منن لیک واستوه " سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د اسپانیا د پارلمان رئيس او مشرانو جرګې رئیس ته جلا جلا منن لیکونه واستول.

شنتوپ‌ پدې لیک کې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د ۱۹ او ۲۱ مو نیټو ترمنځه اسپانیا ته د سفر پر مهال د ډيرې ښې میلمه پالنې له امله مننه کړې ده .

 

د وطن ورځپاڼې " د صنایع د تولیداتو ارقام اعلان شول " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د احصایې ادارې د اګست د میاشتې د صنایع د تولیداتو ارقام اعلان کړل. د اګست میاشت کې د صنایع تولیدات ۵ عشاریه ۴ سلنه لوړ شو‌ي دي.

 

د سټار ورځپاڼې " د پيسو نړۍوال صندوق د ترکیې د اقتصادي‌ ودې په اړه خپل اټکل لوړ کړ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د پيسو نړۍوال صندوق د ۲۰۲۱ کال لپاره د ترکیې د اقتصادي‌ ودې اټکل د ۵ عشاریه ۸ سلنې نه ۹ سلنې ته لوړ کړ. همداشان د ۲۰۲۲ کال لپاره يي ورته اقتصادي‌ اټکل ۳ عشاریه ۳ سلنه اعلان کړی دی.



اړوند خبرونه