د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1717580
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د وطن ورځپاڼې " ترکیې ترکیې زرغون پراختیايي انقلاب پیل کړ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیې د پاریس د اقلیم تړون د تصویبولو سره زرغون پراختیايي انقلاب پيل کړ. ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د هرې برخې په څیر په هیواد کې د زرغون پراختیايي انقلاب په برخه کې هم تر ټولو ستر ملاتړي‌ ځوانان دي‌ او خپل قوت او همدې ځوانانو نه اخلو.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې ترکیې د پياوړو روغتیايي بڼسټونو سره د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ پر مهال په نړۍ کې په قوي‌ توګه په خپو ولاړه وه او د نړۍ ته جدي توپیر درلود همداشان د زرغون پراختیايي انقلاب او اقلیم د بدلون پر خلاف په مبارزه کې به هم د نړۍ سره خپل ټوپیر ټولو ته وښايي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان افریقايي هیوادونو ته خپل سفر پيلوي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ولسمشر اردوغان چې د افریقايي مشرانو سره ډیپلوماسۍ ټرافیک ته وده ورکړې ده  په همدې چوکاټ کې ځینو افریقايي‌ هیوادونو ته سفر کوي. ولسمشر اردوغان به د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه خپل دا سفر پيل او ۴ ورځې به دوام وکړي. ولسمشر اردوغان به د خپل دې سفر په ترڅ کې انګولا، نایجیریا او توګو ته سفر وکړ. همداشان د ترکیې او افریقا د شراکت سرمشریزه به د دسمبر په ۱۷ مه نیټه د دوو ورځو لپاره په استانبول کې جوړه شي.

 

د حریت ورځپاڼې " په یمن کې د عدن په والي‌ د بمي‌ برید په اړه د ترکیې غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یمن د عدن ولایت د والي‌ احمد حامد لملس د موټرو پر کاروان د بمي‌ برید په اړه چې په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې سخت غبرګون وښود او دا برید يي‌ وغنده. بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي‌ د تسلیت په پيغام کې ویلي‌ دي‌ چې په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د عدن د والي‌ لملس د موټرو پر کاروان د بمي‌ برید په اړه چې په نتیجه کې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر ترلاسه کړ. ترکیه دا منفور برید په کلکه ټوګه غندي‌ او ددې برید قربانیانو ته د الله د دربارڅخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د شفاء او یمن خلکو او حکومت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو.

 

د صباح ورځپاڼې "  د معدن سکتور په صادراتو کې ریکارډ جوړ کړ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیه چې په نړۍ کې د ۹۰ ډولونو معدنونو نه د ۸۰ ډولونو کوربه توب کوي‌ او د ۶۵۰ ډوله مرمر او ۱۵۰ ډوله طبعي‌ ډول ډول تیګو کوربه دی د صادراتو په برخه کې ریکارډ ته دوام ورکوي.

د ترکیې د معدن سکتور یواځې د سپټمبر په میاشت کې د ۵۸۴ عشاریه ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي‌ دي.

پدې ډول د ترکیې د معدن صادرات د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۳۹ عشاریه یو سلنه لوړ شوي‌ دي.

د خبرترک ورځپاڼې " د فورمولا یو ګرانډ پریکس موټر ځغلونې سیالۍ په استانبول کې جوړه شوه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د فورمولا یو د موټر ځغلونې د نړۍوالې سیالۍ په چوکاټ کې د سیزن ۱۶ سیالي‌ رولکس ترکیه ګرانډ پریکس  په استانبول کې جوړه شوه.

دا سیالي‌ د مرسیدیس د استازي‌ موټرچلوونکي‌ والټیري بوټاس وګټله.

نوموړي‌ ته د اتلولۍ کپ د ترکیې د ملي‌ شورا رئیس لخوا ورکړ شو.



اړوند خبرونه