د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1709988
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې ” د اس ۴۰۰ او اف ۳۵ الوتکو په اړه د ولسمشر اردوغان غوڅ پيغام “ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان امریکا نه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان دلته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم او اف ۳۵ جنګي‌ الوتکو په اړه ډیر غوڅ پيغام ورکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې د امریکا لخوا د اس ۴۰۰ دفاعي‌ سیستم په بهانه پر ترکیې د اف ۳۵ ډوله الوتکو نه پلورل او یا د ځینو مسئلو تحمیلول د منلو وړ خبره نده. د اس ۴۰۰ مسئله زمونږ لپاره پایته رسیدلې ده . پدې برخه کې په شا ګام اوچتول ناممکنه خبره ده. هغه د اف ۳۵ الوتکو په اړه وویل چې د اړتیا په صورت کې به يي د بل هیواد نه وپیرو. همداشان کیدای شي‌ چې پخپله يي تولید کړو.

 

د وطن ورځپاڼې ” د ترکیې بل ستر بری ، دا سیستم د نړۍ د ګوتو په شمیر هیوادونه لري“ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د دفاعي‌ تکنالوژۍ شرکت اس ټي‌ ام د تحت البحري‌ کښتیو لپاره د ځانګړو لامبوزن توغندیو مهمه برخه او پرزو په تولیدولو سره یو ډیر مهم بری ترلاسه کړ. دا سیستم د لومړي‌ ځل لپاره په ترکیه کې تولیدیږي. د یاد شوي‌ شرکت د نوښت د چارو مدیر ادیب دینیز ویلي‌ دي‌ چې تولید کړی سیستم يي‌ د ګولوجوک کښتۍ جوړولو فابریکې ته سپارلی دی.

هغه وویل چې دم ګړې په هیواد کې ډیری سیستمونه پخپله په هیواد کې تولیدیږي. همداشان دا سیستمونه د نړۍ د ګوتو په شمیر هیوادونه تولیدولی شي. ترکیه پدې برخه کې په لویه پيمانه په ځان بسیا شوې ده .

 

د ینې شفق ورځپاڼې ” د ترکیې لخوا جوړ شوي‌ د کرونا ویرس واکسین ډیر بریالی دی “ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې لخوا جوړ شوي‌ د نوي‌ ډول کرونا ویروس واکسین ترکوواک د دریم فاز ازمایښتونه پایته ورسیدل. د دریم فاز ازمایښتونو په چوکاټ کې په ۱۵۰۰ تنو دا واکسین ازمایښت شوی وو چې په یو تن کې هم جانبي‌ عوارض ندي‌ لیدل شوي.

 

د حریت ورځپاڼې ” په سیاحت د محدودیتونو د پایته رسولو نه وروسته لومړنۍ چوپه انګلیس ګرځندویان ترکیې ته راغلل او ترینه تود هر کلی وشو “ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د انګلستان د ټرانسپورت وزیر هان ګرانت شاپس لخوا د سپټمبر په ۲۲ مه نیټه ترکیه د  کرونا ویرس په برخه کې د سور لست نه د ویستو د اعلان نه وروسته  لومړنۍ جوپه انګلیس ګرځندویان ترکیې ته راورسیدل.

د انګلستان د ګرځندیانو یوه ۱۲۹ کسیزه ډله د موغلا ولایت د دالامان په هوايي ډګر کې راښکته شوه او تود هر کلی ترینه وشو.

 

د سټار ورځپاڼې ” ترکش ایرلاینز مهم تړون لاسلیک کړ “ د ترکیې د ملکي‌ هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز د فنلنډ د هیواد فین ایر سره د ګډو الوتنو په اړه تړون لاسلیک کړ.

ددې تړون او شراکت له مخې به د استانبول هیلسنکي‌ ترمنځه الوتنو کې همکاري‌ وشو.



اړوند خبرونه