د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1706897
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د ینې شفق ورځپاڼې «‌۲۰۲۳ کال زمونږ له سره د پیاوړتیا سمبول دی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د انادولو د مډیا د جایزو په پروګرام کې وویل چې ۲۰۲۳ کال د ترکیې لپاره له سره د پياوړتیا سمبول دی.

 

د حریت ورځپاڼې «‌ د ترکیې په  اړه د اروپايي ټولنې د کمیسیون د رئیسې فن در لاین څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اروپايي ټولنې د کمیسیون رئيسې فن در لاین تیره ورځ‌ اروپا د پارلمان عمومي‌ مجلس ته د اروپا وضعیت په نامه عنعنوي‌ وینا وکړه. هغې پدې وینا کې د ترکیې په اړه وویل چې ترکیې سره په اړیکو کې  د مختلفو ابعادو سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکوو.

 

د سټار ورځپاڼې « د ګاونډي‌  هيواى سره هوکړه لیک لاسلیک شو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل ګرجستان ته د سفر په ترڅ‌ کې د دواړو هیوادونو د عدلیې وزارتونو  ترمنځه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د ګرجستان لومړي‌ وزیر عراقلي‌ ګاري باشویلي وویل چې د هیواد د ارضي‌ تمامیت او ازادۍ او د اروپا – اتلانتیک د مطابقت په مسئله کې د ترکیې د مرستو له امله ډیره زیاته مننه کوو.

 

د صباح ورځپاڼې «‌ تر ټولو زیات تازه میوه او سابه یونان ته صادر شوي‌ دي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې د تازو میوو او سبو صادرات د ۱۴ سلنه په ډیریدو سره ۱۴۸ میلیونو ډالرو نه اوښتي‌ دي. د اګست په میاشت کې یونان ته صادرات ۱۴ برابره ډیر شوي‌ دي. همداشان لیبیا او اسرائیل ته هم د صادراتو کچه د پام وړ لوړ شوي‌ دي.

 

د خبرترک ورځپاڼې «‌ په ترکیه کې د غیرې منقول اموالو رانیوونکو امریکايي وګړو شمیره په تیرو ۸ میاشتو کې درې نیم برابره لوړه شوې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د روان میلادي‌ کال د جنوري‌ او اګست د میاشتو ترمنځه په موده کې په ترکیه کې پر بهرنیو وګړو ۳۰۸۴۹ غیرې منقول اموال او کورونه پلورل شوي‌ دي.

پدې موده کې امریکايي وګړو ۸۷۱ کورونه رانیولي‌ دي. په ترکیه کې د هغه امریکايي وګړو شميره چې کورونه يي‌ رانیولي‌ دي‌ درې نیم برابره لوړ شوي‌ دي.

 



اړوند خبرونه