د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1704558
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د افغانستان په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر اردوغان پدې خبري‌ غونډه کې  د کابل د هوايي ډګر د مدیریت  په اړه  د امریکا او قطر سره د روانو مذاکراتو نه  د کومې غوڅې نتیجې د ترلاسه کیدو او یا نه   او طالبانو لخوا د سرپرست حکومت د اعلانولو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه د پیل راهیسې مثبت نظر ښودلی دی خو دم ګړۍ هغه  مثبت پرمختګونه چې مونږ يي انتظار درلود رامنځته شوي‌ ندي. ددې سره سره مونږ اوس هم خوش بینۍ او مثبت  چلند ته دوام ورکوو. که چیرې په حقیقي‌ ډول زمونږ د پرنسیبونو او طرز سره مناسب پرمختګونه رامنځته شي‌ البته چې مونږ به هم ورته چلند وکړو.

همداشان لکه څرنګه چې پوهیږۍ طالبانو موقته کابینه اعلان کړه. دا چې دا لنډمهال او سرپرسته کابینه به تر کومه خپلې دندې ته دوام ورکړي‌ پدې مونږ نه پوهیږو . خو هغه څه چې زمونږ پورې تعلق لري‌ هغه دادي‌ چې  باید پرمختګونه د نږدې نه تعقیب کړو .

ددې په هیله چې دا کابینه د ټول افغانستان لپاره د خیر وسیله وګرځي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا په ترکیه کې په تیرو ۱۹ کلونو کې د جوړو شوو تونلونو په اړه پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټولنیزې مډیا له لارې  د یو ګرافیک په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې " د غرونو په سوري‌ کولو او سمندرونو نه د تیریدو سره مو په تیرو ۱۹ کلونو کې جمعآ د ۵۶۷ کیلومټره په اوږدوالي‌ سره ۳۶۴ تونلونه جوړ پرانیستي‌ او د هیوادوالو خدمت ته مو وړاندې کړي‌ دي. په هیواد کې د نوو اثارو او خدمت  د سیاسیتونو په رڼا کې  خپل خیالونه په حقیقت بدلولو ته دوام ورکوو.

 

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې په بندرونو کې  ګڼه ګوڼه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،  په ترکیه کې د صادراتو د زیاتیدو سره سم  په بندرونو کې هم ډیره زیاته ګڼه ګوڼه رامنځته شوې ده . په ځانګړې توګه د جولای او اګست په میاشت کې د ترکیې په بندرونو کې د نوي‌ ډول کرونا ویروس نه د مخکې مودې په پرتله ګڼه ګوڼه ۷ عشاریه ۹ سلنه ډیره شوې ده .

په صادارتو کې اوسپنه، فولاد، معدن ، الکټرونیک توکي او خوراکي‌ مواد په لومړي‌ کتار کې ځای لري. همداشان د موټرو پروزه جات د وارداتو لویه برخه تشکیلوي.

سټار ورځپاڼې « قزاقستان غواړي‌ د ترکیې د تجاربو نه ګټه اوچته کړي‌ »‌د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په انقره کې د قراقستان لوی سفیر افضل صفربقلي‌  ترکیې پانګه والو ته په قزاقستان کې پانګه چونې ته بلنه ورکړه. هغه وویل چې غواړو په ځانګړې توګه د روغتیا او پوهنې په سکتور کې د ترکیې د قوي‌ تجربو نه ګټه اوچته کړو.

هغه وویل چې نن ورځ د  قزاقستان  کې د ښوونځیو او لیلیو  کمښت دی. هیله لرم چې ترکیه مونږ سره پدې برخه کې مرسته وکړي.

 

د حریت ورځپاڼې « د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په ترکیه کې د هوايي فضايي او تکنالوژۍ فیستیوال ټکنو فسټ په چوکاټ کې د جګړه کوونکو بې پیلوټه الوتکو سیالۍ تیره ورځ د بورسا ولایت په کوربه توب پيل شو.

د ویلو ده چې ټکنوفسټ په فیستیوال او سیالۍ کې ګډون د هر کال په تیریدو سره ډیریږي.

نږدې ۵۰ زره ډلو نه ۲۵۰ زره تنه ځوانانو پدې فیستیوال کې ګډون کړی دی. دا فیستیوال به د سپټمبر میاشتې په اوږدو کې دوام وکړي.



اړوند خبرونه