د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1700179
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې « اردوغان : د ترکیې جمهوریت دولت په ډاډمندو او امینو لاسونو کې دی» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اګست ۳۰ مه د ستر بري د ۹۹ کلیزې په مناسبت د اتاترک د مزار زیارت وکړ. ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار ځانګړي‌ کتاب د لاسلیکولو نه وروسته داسې ولیکل ! ستاسې لخوا مونږ ته د ټاکل شوو اهدافو په رڼا کې ترکیه د روښانه راتلوونکې پر لورې بیایو. ترکیې جمهوري‌ دولت ډاډمندو او امینو کسانو په لاس کې دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د ترکیې د دفاع وزارت نوې ودانۍ  به د دښمن لپاره ډار او د دوست لپاره ډاډ وي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پلازمینه انقره کې د ملي‌ دفاع وزارت ، لوی درستیزوالۍ او ټولو قوتونو قومندانۍ د یو چت لاندې د راټولو په خاطر د یوې سترې او پرمختللې ودانۍ بڼسټ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کیښود. د ویلو ده دا پروژه چې د میاشتې او سپوږمۍ په نامه مشهور ده  په مرکزي‌ دفاعي‌ سیستم او مشترک دفاعي‌ سیستم باندې به هم سمبال وي. ولسمشر اردوغان وویل چې دا پروژه به د خپل هیبت سره دښمن نه ډار او دوستانو ته ډاډ ورکړي.

د صباح ورځپاڼې « بیرقدار اقنجي‌ تعرضي‌ بې پیلوټه الوتکه د ټولې نړۍ په اجنډا کې ځای نیولی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د دفاعي‌ صنایع لخوا جوړه شوې بیرقدار اقنجي‌ تعرضي‌ بې پيلوټه الوتکه د ترکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شوه. دې الوتکو چې د نړۍ ډیرې پرمختللې بې پيلوته الوتکې دي‌ د ترکیې د وسله والو ځواکونو په چوکاټ کې خپل فعالیت په رسمي‌ توګه پيل کړ.

همداشان دې الوتکې ځانګړتیاو په نړۍ کې ځانګړې انعکاسات موندلي‌ دي. د امریکا د بلامبیرګ ورځپاڼې د ترکیې د اقنجي‌ تعرضي‌ بې پيلوټه الوتکې په اړه په خپور کړي‌ خبر کې لیکلي‌ دي‌ چې ترکیه خپل وسله والو ځواکونو توان او ظرفیت د ځايي‌ او ملي‌ ډرون الوتکو سره لا پياوړی کوي. همداشان یادې شوې ورځپاڼې د ترکېې د دفاعي‌ صنایع د ودې او پرمختګ نه ډیره ستاینه کړې ده .

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې په اړه د اروپايي ټولنې پریکړه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د هوانوردۍ ملکي‌ ادارې ریاست ویلي‌ دي‌ چې اروپايي ټولنې د ترکیې د کرونا ویروس د واکسین دجیټل سرتیفیکیټ په خپل سیستم کې اضافه او وروپیژنده.

ددې پریکړې سره د ترکیې جهموریت ټولې وګړي‌ چې واکسین يي کړی وي‌ او د اروپايي ټولنې ویزه په لاس کې ولري‌ کولای شي‌ چې د اروپايي‌ ټولنې ۲۷ غړیو هیوادونو ته پرته د هر ډول ستونزې سفر وکړي.

د وطن ورځپاڼې « ترکش ایرلاینز په اروپا کې دویم مقام وګټه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اروپا د هوايي سیروسفر د تشکیلاتو د ۲۳ او ۲۹ مو نیټو ترمنځه د خپرو شوو ارقامو له مخې د ترکیې د ملکي‌ هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز  د ورځې په اوسط ډول سره د ۱۳۲۲ الوتنو سره په اروپا کې تر ټولو زیات سفر کوونکي‌ دویم ستر شرکت په توګه وټاکل شو.



اړوند خبرونه