د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1682811
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې « د اذربایجان او ترکیې نخلوونکی دهلیز » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند سرپرست نعمان کورتولموش  وویل چې د اذربایجان او ترکي‌ نړۍ او ترکیې نخلوونکی د زنګیزور دهلیز ځانګړی اهمیت لري. هغه وویل که چیرې ددې دهلیز پروژه عملي‌ شي‌ یواځې د باکو سره نه بلکې د ټولو ترکي‌ جمهوریتونو سره به په دوامداره توګه ټرانسپورتي‌ امکانات پيدا کړو.

د حریت ورځپاڼې « ترکیه په لیبیا کې ډیر مهم اکتور هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیت د سیاستونو عالي استازي جوزیف بورل  د اسپانیا د ال پایس ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي‌ دي‌ چې ترکیه د لیبیا تر ټولو د مهمو اکټورانو نه یو دی. هغه وویل چې ترکیه په لیبیا کې سمندري‌ هډې لري . دا خبره هم په مدیترانه کې د ترکیې د قوت او طاقت ښکارندويي کوي.

د ینې شفق ورځپاڼې «‌د ناقانونه افغان کډوالو د مخنیوي‌ په خاطر درې مهم تدابیر » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، پداسې حال کې چې د ناقانونه افغان کډوالو د مخینوي‌ په اړه تدابیرو قوي‌ کیږي‌ ، د ترکیې وسله والو ځواکونو پدې برخه کې یو درې پړاویز امنیتي‌ سیستم په کار اچولې دی.

د ترکیې وسله والو ځواکونو ددې پروګرام په چوکاټ کې په لومړي‌ پړاو کې د ایران سره په پوله کې د څار، ګزمې او کنټرول چارې تر ټولو لوړې سطحې ته رسولي‌ دي. همداشان په دویم کمربند کې بیا د ځینو کډوالو چې د لومړي‌ کمربند نه راتیریږي‌ مخنیوی کیږي‌ او بیرته د پولې نه اړول کیږي. په دریم کمربند کې بیا کډوال نیول کیږي او ورسره حقوقي چلند کیږي‌ او د ډیپورت لپاره يي په چارو پيل کیږي.

د بله پلوه پدې وروستیو کې په ترکیه کې په ټولنیزو رسنیو کې د ناقانونه افغان کډوالو په اړه خپرو شوو ویدیوګانو او انځورونو په ترکیه کې سخت غبرګونونه پارولي‌ دي. امنیتي‌ سرچینو بیا ویلي‌ دي‌ چې خپاره شوي‌ عسکونه او ویدیوګانې اوسني‌ ندي‌ بلکې د د ځینو مغرزو ډلو لخوا نشر شوي‌ دي.

د سټار ورځپاڼې « کیدای شي‌ چې د ګازو د نوو زیرمو د موندولو په اړه نوی زیری ورکړ شي »‌ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې انرژي‌ او طبعي‌ زیرمو وزیر فاتح دونمز د ترکیې لخوا په توره بحیره کې د ګازو د زیرمو د موندولو په اړه وویل چې ، دا ګمان کیږي‌ چې د ترکیې لس کلن ګازو په اندازه یوه نوې زیرمه وموندل شي. کیدای شي‌ چې د روان کال په وروستیو او یا د راتلوونکي‌ کال په پيل کې هیوادوالو ته پدې برخه کې نوی زیری ورکړو. زمونږ یواځنی هدف د انرژۍ په برخه کې ځان بسیاینه ده.

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې نوی ځواک سانجاک » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د امریکا د دفاعي‌ صنایع مشهور رسنۍ ډیفنس نیوز د ترکیې د وروستۍ صلاح سانجاک د ځانګړتیاوو او پرمختللې تکنالوژۍ په اړه خبر خپور کړی دی.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې د ترکیې دا نوې وسله د مځکې، هوا او نږدې مصافه کې د وړانګو په خپرولو سره د الکترونیک ماشین الاتو ، وسلو او رادارنونو فرانکسونه سره د ګډوډولو او رادارونو د بلاکونو توان او ظرفیت لري.

همداشان دښمنو رادارونو ته د ناسمو معلوماتو په ورکولو سره هغوې ناسم لوري‌ ته سوقولی شي.



اړوند خبرونه