د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1682152
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د ینې شفق ورځپاڼې « په توره بحیره کې د کشف شوو ګازو لومړنی مشال ولګول شو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په توره بحیره کې د کشف کړو ګازو د استخراج او استفادې ته د وړاندې کولو سره به د انرژۍ په برخه کې به  تر ډیره حده په ځان بسیا شو. ولسمشر اردوغان چې پدې مراسمو کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو وویل چې د فاتح د ګازو د پلټون د کښتۍ سره مو د نږدې یو کال په دننه کې په توره بحیره کې ۵۴۰ میلیارده متر مکعب ګازو کشف کړل. هغه وویل  ترکیې به پخوا د انرژۍ د پلټون چارې  د  برمه کارۍ د کرايي تکنالوژۍ  سره پر مخ وړلې خو نن ورځ مونږ پدې برخه کې په ځان بسیا شوي‌ یو. نن ورځ مونږ د خپلې تکنالوژۍ او کښتیو سره دا کار پر مخ وړو.

په توره بحیره کې د ګازو د پلټون چارې لومړۍ ندي‌ او وروستۍ به هم نوي. دلته به زمونږ د پلټون چارې دوام وکړي.

د سټار ورځپاڼې «‌ ترکیه بورقینو فاسو د ماین پاکۍ تجهیزات په صادراتو پيل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع  وزارت اړوند د اسفات په نامه د شرکت لخوا تولید شوي‌ د ماین پاکۍ تجهیزات او ماشین الات د اذربایجان نه وروسته دا ځل بورقینو فاسو ته په صادراتو پيل وکړ. پدې ډول د اسفات شرکت د لومړي‌ ځل لپاره یو افریقايي هیواد ته د دفاعي‌ صنایع توکو په صادراتو پيل وکړ.

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې ستر بری » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د انګلستان د ایمبر په نامه د ستراتیژو مطالعاتو مرکز لخوا د اروپا د برښنا لیدلوری تر نامه لاندې په خپور کړي‌ راپور کې ویلي‌ دي‌ چې  په ترکیه کې د لمر او بادي‌ برښنا د تولید کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

ترکیه د خپلې انرژۍ ۱۲ عشاریه ۹ سلنه انرژي‌ د لمر او بادي‌ انرژۍ نه ترلاسه کوي. ترکیه د لمر او بادي‌ انرژۍ په برخه کې په اروپا کې لومړنیو کتارونو کې ځای لري.

د صباح ورځپاڼې « ترکش ایرلانیز د ورځې په اوسط ډول د ۱۳۲۳ سفرونو سره په اروپا کې په دویم کتار کې ځای ونیو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملکي‌ هوايي‌ چلند شرکت ترکش ایرلاینز د ورځې په اوسط ډول د ۱۳۲۳ سفرونو په ترسره کولو سره په اروپا کې په دویم کتار کې ځای نیولی دی.

همداشان د ترکیې د پیګاسوس هوايي شرکت بیا په اروپا کې په اتم کتار کې ځای نیولی دی.

د خبرترک ورځپاڼې « د پاتارا په لرغونې ښار کې د لرغون کیندونو په ترڅ کې د ۲۳۰۰ کلن کبانو اسکلیټونه وموندل شول » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د انتالیا ولایت د قاش په ولسوالۍ کې د پاتارا په لرغوني‌ ښار کې د لرغون کیندونو په ترڅ کې د ۲۳۰۰ کلن کبانو استکلیټونه موندل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه