د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1680315
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې « ترکیه کې د نوې کیدونکې انرژۍ د سرچینو په برخه کې په اروپا کې په پنځم کتار کې ځای لري » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د چاپیریال او ښارجوړونې وزیر مراد کوروم وویل چې ترکیه د نوې کیدونکې انرژۍ د سرچینو په برخه کې په نړۍ کې په پنځم کتار کې ځای لري. همداشان په نړۍ کې بیا په ۱۲م کتار کې ځای لري.

هغه وویل چې ترکیه دم ګړۍ د خپلې انرژۍ ۵۲ سلنه د نوې کیدونکې انرژۍ نه ترلاسه کوي. همداشان په راتلوونکو لسو کلونو کې  به د لس جیګاواټه بادي‌ انرژۍ د ستیشنونو د جوړولو سره پدې برخه کې یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړي.

 د حریت ورځپاڼې « ځايي واکسین به د روان کال تر پایه استفادې ته چمتو شي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ځايي او ملي‌ کرونا ویروس واکسین د لومړي‌ او دویم فاز چارې سرته رسیدلي‌ او په هغه کسانو چې تطبیق شوي‌ دي په هغوې کې هیڅډول کوم بدې اغیزې او جانبي‌ عوارض ندي‌ لیدل شوي.

ځايي‌ واکسین به د روان کال تر پایه پورې تکمیل او استفادې ته به وړاندې شي. همداشان دا واکسین د کووید ۱۹ ویروس د نوو بڼو پر وړاندې د اغیزو د زیاتولو په خاطر چارې دوام لري.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ګرځندوی سکتور سږ کال ډیر خوښ دی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د روسیې ، جرمني‌ او فرانسې لخوا ترکیې ته  په سیاحت د لګولي‌ بندیز د لرې کولو او د جولای په لومړۍ نیټې په ترکیه کې د ټولو محدودیتونو د لرې کیدو  او لوی اختر د رخصتۍ له امله د ګرځندوی سکتور ډیر زیات متحرک شوی دی. د ویلو ده چې د میلیونونو تنو داخلي‌ او خارجي‌ ګرځندویانو لخوا رخصتۍ د وتو له امله د هیواد په اکثره تفریحي‌ او د ګرخندوی په سیمه کې هوټلونه سل په سلو کې ډک شوي‌ وو. یواځې پدې کمه موده کې په ترکیه کې په میلیونونو تنه ګرځندویان ترکیې ته راغلل. د څه باندې ۵۰ هیوادونو نه ګرځندویان ترکیې ته راغلي‌ وو.

د سټار ورځپاڼې « د ځايي الوتونکي‌ موټر ایر کار نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ځايي‌ او ملي‌ تکنالوژۍ شرکت سافت ټک لخوا جوړ شوي‌ د الوتونکي‌ موټر ازمایښتونه سرته ورسول. دا موټر چې د یو مساپر سره ۸۰ کیلومتره او د دوو تنو مساپرو سره ۵۰ کیلومتره د مزل په ظرفیت جوړ شوی دی په ۲۰۲۵ کال کې به په استانبول کې په فعالیت پيل وکړي . دا موټر سل په سلو کې برښنايي جوړ شوی دی.

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د توکیو په اولمپیاتو کې خپله لومړنۍ سیالي‌ وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د توکیو ۲۰۲۰ د اولمپیاتو د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې  د چین د والیبال لوبډلې ته ۳ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د والیبال د ملي‌ لوبډلې کپټانې ایدا ایردم ته د بري‌ له امله مبارکي‌ وویله.

ولسمشر اردوغان د ترکیې د ځوانانو او سپورت وزیر محمد محرم قصاب اوغلو له طریقه چې د توکیو په اولمپیاتو کې د ترکیې د لوبغاړو سیالۍ د نږدې نه تعقیبوي‌ د والیبال د ملي‌ لوبډلې کپټانې ایدا ایردم سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان  د ایدا ایردم سره په ټیلیفوني‌ خبرو کې  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ډیره هیجاني‌ لوبه وه. د لومړي‌ میدان نه مو لوبه ننداره کړه . خپلو ټولو لورګانو ته مې مبارکي وایم . راتلوونکې لوبه چې د سې شنبه په ورځ‌ ایټالیا سره کیږي‌ هغه به هم  ننداره کړم.



اړوند خبرونه