د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1660510
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د ینې شفق ورځپاڼې « اردوغان : په سیمه کې موجودې سیاسي‌ ستونزې د مذاکراتو او ډیالوګ نه پرته بله حل لار نلري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انتالیا کې جوړه شوې د سویل ختیځې اروپا د هیوادونو د همکاریو د بهیر سرمشریزې ته په وینا کې د کډوالۍ او کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ پر خلاف په ګډې مبارزې ټینګار وکړ. ولسمشر اردوغان په سیمه کې د موجودو ستونزو په اړه وویل چې دا ستونزې د مذاکراتو او ډیالوګ نه پرته بل کومه حل لار نلري. ولسمشر اردوغان وویل چې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د پوره غړیتوب د بهیر ګړنډي‌ کول او ترکیې ته د پوره غړیتوب ورکول به په نړۍواله کچه د اروپايي ټولنې اغیزې لا پسې پياوړې کړي‌ .

د سټار ورځپاڼې  « د ناټو ټول هیوادونه باید د ترکیې نه قوي‌ ملاتړ وکړي‌ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د جرمني‌ د دفاع وزیرې  انګرت کرامپ کارنباویر  لیدنه وکړه. د جرمني‌ د دفاع وزیرې پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې لخوا په افغانستان کې مهم رول او مسئولیت د په غاړه اخیستو په اړه د ګام اوچتولو نه ډیر تود هر کلی کوو او منندو یو. پدې مسئله کې د ناټو سازمان ټول غړي‌ هیوادونه باید د ترکیې نه قوي‌ ملاتړ وکړي.

د صباح ورځپاڼې « الوک شارما : د آمنې اردوغان هڅې ډیرې زیاتې بریالۍ دي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ملګروملتونو سازمان د اقلیم د بدلون د کنفرانس مشر الوک شارما د صباح ورځپاڼې ته په لیکلي‌ مقاله کې په ترکیه کې د اقلیم د بدلون پر خلاف د روانې مبارزې نه ډیره زیاته ستاینه کړې ده .

هغه پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي‌ دي چې په ترکیه کې د ولسمشر اردوغان د میرمنې آمنې اردوغان لخوا پيل شوي‌ د صفر کثافات کمپاین او د ځنګلونو د حفاظت او  کرنیزې مځکې په دښتو د بدلیدو د مخنیوي‌ په برخه کې چارې په واقعیت سره چې ډیرې زیاتې بریالۍ دي.

د حریت ورځپاڼې « د فرانسې لخوا د ترکیې تصمیم » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، فرانسې د نوي‌ ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې په بعضو هیوادونو د سیاحت د بندیز په موخه یو سور لست جوړ کړی دی. فرانسې د ترکیې نوم د دې سور لست نه وویسته.

همداشان ددې سره د ترکیې نه فرانسې ته سفر کوونکو مساپرو باندې لګول شوی لس ورځني‌ قرنطین هم له منځه یوړل شو.

د وطن ورځپاڼې « ترکش ایرلاینز په الوتنو کې له سره په ډوډۍ ورکولو پيل کوي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملکي‌ هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز عمومي‌ رئیس بلال ایکشي  د جون ۱۸ مې نیټې یعنې د نن نه په اعتبار سره په الوتکو کې مساپرو باندې د خوړو ویشلو د لړۍ د پیلولو پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه