د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1659776
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د اذربایجان پارلمان ته تاریخي‌ وینا » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اذربایجان ملي شورا ته تاریخي‌ وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د خپلو ټولو امکاناتو سره د اذربایجان ترڅنګ ولاړ دی. ټوله نړۍ باید پدې خبره ښه پوه شي لکه څرنګه چې مونږ پرون د اذربایجان ترڅنګ ولاړ وو نن هم  ولاړ یو او سبا به هم ولاړ یو. همداشان ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د شپږ اړخیز پلاټ فورم وړاندیز هم وکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې د روسیې، ترکیې، اذربایجان، ایران او ارمنستان ترمنځه باید په سیمه کې ټولې دښمنۍ له منځه ولاړې شي.

د سټار ورځپاڼې « لیسر : ترکیه د ناټو په سازمان کې د یو بې ساري‌ اهمیت نه برښمند هیواد او متفق دی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د جرمني‌ د مارشال بڼسټ مرستیال او د بهرني‌ سیاست مشر ډاکټر لان لیسر وویل چې ترکیه د ناټو په سازمان کې د یو بې ساري‌ مهم اهمیت نه برښمند هیواد  او متفق دی. پدې خبره د ناټو سازمان لوی اکثریت ډیر ښه پوهیږي. نن ورځ  د ترکیې پرته د موجودو ستونزو حل ناممکنه دی. همداشان د ترکیې پرته ددې ستونزو مدیریت ډیر ګران دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « لومړنی ځايي اټومي بالتي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د یلدز تخنیک پوهنتون لخوا د اوږد عمر اټومي‌ بالتي‌ نمونه جوړه شوه. دا بالتي سره به په فضايي بیړیو، زړه بالتیو، د اوبو لاندې سیستمونو او علمي‌ ستیشنونو په څیر په یو زیات شمیر برخو کې  د بالتیو عمر ډیر زیات اوږد شي.

د حریت ورځپاڼې « د هیواد نه بهر د ترکیې ۴۸۶۲ کولتوري‌ شتمنيو اثار ترکیې ته راستانه کړی شول » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت لخوا د ۲۰۰۳ کال راهیسې د هیواد نه بهر د ترکیې ۴۸۶۲ تاریخي‌ اثار هیواد ته راستانه شوي‌ دي.

یواځې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۴۲۳ تاریخي اثار ترکیې ته راستانه کړی شوي‌ دي.

د خبرترک ورځپاڼې « د استانبول هوايي‌ ډګر په اروپا کې په لومړي‌ کتار کې ځای نیولی دی» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اروپا د هوايي سیرو سفر د امنیت تشکیلاتو ایرو کنټرول لخوا د خپور شوي هوايي ټرافیک راپور له مخې استانبول هوايي ډګر د سې شنبې په ورځ د ۶۳۵ الوتنو په ترسره کولو سره د اروپا د هوايي ډګرونو ترمنځه په لومړي‌ کتار کې ځای ونیو.



اړوند خبرونه