د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي‌

1659087
د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې «  اردوغان او علي یف ترمنځه د شوشا تړون لاسلیک  شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان د ولسمشر الهام علي یف سره په شوشا کې  د شوشا تړون لاسلیک کړ. ولسمشر اردوغان د علي‌ یف سره د شوشا تړون د لاسلیکولو نه وروسته په خپله وینا کې وویل چې قره باغ د خپلو اصلي‌ صاحبانو او خاوندانو لاس ته ورغلی دی. مونږ د ترکیې په توګه هر څه ژر به په شوشا ښار کې خپله قونسلګري‌ پرانیزو.

د حریت ورځپاڼې « علي‌ یف هالوک بیرقدار ته د قره باغ نښان ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د ولسمشر اردوغان سره د اذربایجان په سفر کې ملګري‌ د بیرقدار د ټکنالوژۍ شرکت عمومي‌ رئیس هالوک بیرقدار ته د قره باغ عالي‌ نښان ورکړ.

د ویلو ده چې نوموړي‌ دا نښان د قره باغ په جګړه کې د بیرقدار شرکت لخوا د تولید شوو په وسلو سمبال ډرون الوتکو د ډیر مهم رول د لوبولو له امله ورکړ.

د ویلو ده چې د ترکیې ډرون الوتکو د قره باغ جګړې سیر ته تغیر ورکړ او جګړې د اذربایجان په ګټه پایته ورسوله.

د ینې شفق ورځپاڼې « د جرمني‌ د رسنیو د سلجوق بیرقدار ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني‌ د هانډلس بلاټ ورځپاڼې د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو په اړه  په خپره کړې مقاله کې د بیرقدار تخیکي‌ چارو رئیس سلجوق بیرقدار ډیره زیاته ستاینه کړې ده .

په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي، ۴۱ کلن ترک متشبص بیرقدار هیواد د یوې ډیرې مهمې ټکنالوژۍ خاوند کړی او د احتمالي‌ جګړې پر مهال يي هیواد ډیر لاس بری کړی دی. همداشان د ترکیې دې قوي‌ او پياوړې ټکنالوژۍ روسیه ډیره په قهر کړې ده.

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه د اوبو نه د تولیدونکې برښنا د تولید په برخه کې په نړۍ پرمختګ ته دوام ورکوي‌ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې تیر کال د ۲۴۸۰ میګاواټه په ظرفیت د برښنا د ستیشنونو د جوړولو سره په اروپا کې په لومړي‌ کتار کې ځای نیولی دی.

همداشان ترکیه د هرې ورځې په تیریدو سره د انرژۍ په برخه کې په ځان د بسیاینې په برخه کې ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې لپاره مهم فرصت » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اروپا د بیارغونې او پراختیا بانک د زرغون اقتصاد او چاپیریال د پروګرامونو مرستیال دم ګړۍ تر ټولو زیات اروپا هایدروجن غوښتنه کوي او ډیر زیات طلب ترینه راروان دی.

د همدې امله په پام کې لري‌ چې په ترکیه کې د هایدروجنو په تولید پيل وکړي‌ او اروپا ته يي صادر کړي.



اړوند خبرونه