د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1655331
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې او قیرغیزستان لخوا د فتو ترهګري‌ سازمان پر خلاف په مبارزه کې د همکارۍ پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د قیرغیزستان د ولسمشر صدر جباروف سره چې د رسمي‌ سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی وو لیدنه وکړه او وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې پدې لیدنه کې مو د فتح الله ګولن  ترهګري‌ سازمان په ګډون د ترهګرۍ  پر خلاف د مبارزې په اړه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې د قیرغیزستان سره فتح الله ګولن ترهګری سازمان د دواړو هیوادونو ملي‌ امنیت د ګواښ سره مخامخ کړی په مسئله کې همفکره یو. انشاالله چې اوږه په اوږه به دا تهدید په ګډه له منځه یوسو.

 

د حریت ورځپاڼې « چاووش اوغلو : امریکا د ترکیې سره همکارۍ ته لیواله ده » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې امریکا متحده ایالتونه یواځې د لیبیا او سوریې په مسئلو کې نه بلکې ددې ترڅنګ د ختیځې مدیترانې، تورې بحیرې او قفقاسونو پورې په یو زیات شمیر مسئلو کې  د ترکیې  سره همکارۍ ته لیواله دي.

هغه وویل چې البته د هوايي دفاعي‌ توغندیو سیستم بدلیونه شتون لري. که چیرې امریکا په  ترکیې ته د پاتریوت دفاعي‌ سیستم  پلورولو ضمانت کوي‌ او پدې اړه مونږ ته ګرڼټي‌ راکوي‌ مونږ  د پاتریوت سیستم رانیولو ته هم چمتو یو. ددې سربیره د نورو متحدو هیوادونو نه هم دفاعي‌ سیستم رانیولو ته چمتو یو.

 

د سټار ورځپاڼې «‌امریکايي رسنۍ : د امریکا لخوا د پي کاکا ترهګري‌ سازمان څانګې وای پي جي‌ سره مرستو لویه ستونزه رامنخته کړې ده » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د امریکا په رسنیو کې په خپره شوې یوه مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې ، د امریکا لخوا د سوریې په شمال کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان د څانګې وای پي‌ جي سره مرستو د امریکا او ترکیې ترمنځه په اړیکو کې لویه ستونزه رامنځته کړې ده.

امریکا باید د وای پي‌ جي‌ سره د مرستو او همکارۍ په مسئله کې د ناټو د سازمان د مهم غړي‌ او د ترکیې د نږدې متفق هیواد اندیښنې باید په نظر کې ونیسي.

د ولسمشر بایدن لخوا پدې برخه کې د یو زړور ګام اوچتول کیدای شي‌ چې د امریکا او ترکیې ترمنځه په اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي.

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې ملي  جنګي‌ الوتکه نندارې ته وړاندې شوه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ملي‌ جنګي‌ الوتکه په پلازمینه انقره کې جوړ شوي‌  د ثمرې او ټکنالوژۍ په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې ده .

د ویلو ده چې دا الوتکه د لومړي‌ ځل لپاره نندارې ته وړاندې شوه. دا الوتکه تر ۵۵ زره فوټه ارتفاع  پر ظرفیت جوړیږي. همداشان دا الوتکه به د امریکا ، روسیې او چین نه وروسته د نړۍ تر ټولو د لوړ مانور او رادار نه تر ټولو په ښه توګه د پټیدو ظرفیت لرونکې الوتکه وي. دا الوتکه به د نړۍ تر ټولو په پرمختللې پنځم نسل ټکنالوژۍ سمبال وي. تمه کیږي‌ چې دا الوتکه به لومړنۍ الوتنه په ۲۰۲۳ کال کې وکړي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د کرونا ویروس ځايي‌ او ملي‌ واکسین وروستي‌ پړاو ته رارسیدلی دی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په ترکیه کې د نوي‌ ډول کرونا ویروس ضد د یو زیات شمیر واکسینونو پر پروژو کار روان دی. د نوموړو پروژو نه یو واکسین چارې وروستي‌ پړاو ته رارسیدلي‌ دي.

هغه وویل چې په راتلوونکي‌ اوونۍ کې به د واکسین وروستي‌ پړاو دریم فاز د چارو په ترڅ کې په داوطلبو کسانو باندې دا واکسین تطبیق شي. هغه وویل چې د ترکیې ځايي‌ او ملي‌ واکسین وروستي پړاو ته رارسیدلی دی.



اړوند خبرونه