د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1638911
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د سټار ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : اسلام دښمني‌ لکه د ویروس په څیر په اروپا کې په ډیره چټکه توګه د خپریدو په حال کې ده » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د کلونو کلونو راهیسې تل د ملګروملتونو سازمان په عمومي‌ اجلاسونو کې ددې خبرې په ټینګار وايي چې نړۍ د پنځو نه لویه ده  ټولې نړۍ  ددې خبرې د حقیقت شاهدي‌ وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ د کرونا ویروس په څیر یو بل وژونکی ویروس د اسلام دښمني‌ ده چې له بده مرغه په اروپا کې په ډیره چټکه توګه د خپریدو په حال کې دی. ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ‌ اروپا  د څه باندې ۶ میلیونو ترکانو او جمعآ د څه باندې ۳۵ میلیونه تنو  مسلمانانو لپاره په سر خلاصي‌ زندان بدله شوې ده .

 

د صباح ورځپاڼې « د اسلامي‌ همکاریو تشکیلاتو د ترکیې په غوښتنه غونډه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اسلامي‌ همکاریو تشکیلاتو د استازو کمیټې د ترکیې په غوښتنه د مې په ۱۱ نیټه غونډه وکړه. د غونډې نه وروسته په بیت المقدس او غزې د اسرائیلو بریدونه وغندل. اسلامي‌ همکاریو تشکیلاتو د  نړۍوالې ټولنې نه غوښتي‌ چې  اسرائیل د ترسره کړو جنایتونو مسئول وبولي.

د ینې شفق ورځپاڼې « فلسطین یو ځل بیا ولیدل چې د ترکیې په لومړیتوب کې قرار لري »  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د بیت المقدس د مدافع هئیت رئیس وویل چې  مونږ یو ځل بیا ولیدل چې فلسطین د ترکیې په لومړیتوبونو کې قرار لري. هغه وویل چې ترکیه پدې مسئله کې تل په نړۍ کې ډیره مخکې ده. د همدې امله د ترکیې او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه ډیره زیاته مننه کوو.

 

د وطن ورځپاڼې « په یو ځل ۱۲ راکټونه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفاعي‌ صنایع رئیس اسماعیل دیمیر د بي ام سي لخوا تولید شوي‌ په ( وران ) ډوله موټر نصب شوی ۱۰۷ ملي‌ متره په یو ځل د ۱۲ راکټونو توغونکې دسټګاه په بریالیتوب سره وازمایل شو.

نوموړې دستګاه په بریالیتوب سره د ازمایل کیدو نه وروسته د ترکیې وسله والو ځواکونو په اختیار کې ورکړل شوه.

د حریت ورځپاڼې « د اپریل په میاشت کې د غیرې منقول اموالو سکتور ۱۲۴ سلنه وده کړې» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د روان کال د اپریل په میاشت کې په ټوله ترکیه کې ۹۵ زره ۸۶۳ کورونه پلورل شوي‌ دي. د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۱۲۴ سلنه وده کړې ده .



اړوند خبرونه