د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1635114
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د یونان پارونکي‌ اقدامات دوام لري‌ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د مرکل سره په خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې پدې وروستیو کې د پسرلي‌ هوا حاکمه ده او د مثبتو پيښو شاهدي‌ کوو ،دواړه خواوې باید ددې مثبتې فضا د لمنځه وړو مخنیوی وکړي. ولسمشر اردوغان وویل چې له بده مرغه یونان پارونکو اقداماتو ته دوام ورکوي. د ايژې په سمندر کې د ټولو نړۍوالو حقوقو او وجدان  پر خلاف  کډوال د مرګ د ګواښ سره د مخامخولو اقداماتو ته دوام ورکوي.

ترکیه ددې ټولو منفي‌ پيښو سره سره د ترکیې او اروپا په اړیکو کې د مثبتې هوا د محافظې په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « لیبیا : د ترکیې سره لاسلیک کړي‌ تړون ته ژمن یو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د لیبیا لومړي‌ وزیر عبدالحمید الدبیبه وویل چې هیواد يي د ترکیې سره لاسلیک کړي‌ د سمندري‌ صلاحیتونو تړون ته ژمن دی. پدې مسئله کې د یونان سره اختلاف د نظر لري. هغه وویل چې لیبیا به دې تړون ته ژمن پاتې شي.

د لیبیا ملي منافعو خوندي‌ کوونکي‌ دې تړون نه به خارج نشو.

 

د حریت ورځپاڼې « د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت ولسمشر تاتار لخوا په خپلو خلکو د یووالي‌ او اتحاد غږ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتاتر وویل چې د خپلواکه او مساوي‌ حقونو نه د برښمند یو شمالي‌ قبرس دولت په اړه يي وړاندې کړي پیشنهاد ډیر ستر انعکاس موندلی دی.

د سویلي‌ قبرس لخوا د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت ، د شمالي‌ قبرس وګړو او زما پر خلاف ډیر سټر عملیات او پوروپاګند پيل کړی دی.

هغه د شمالي‌ قبرس په خلکو غږ وکړ چې ستاسې سره زما غوښتنه د هر ډول پارونکو اقداماتو او ناسمو خبرونو پر وړاندې دقت کول او هوښیار پاتې کیدل دي. د خپل یووالي او اتحاد حفظول دي . پرته د شکه چې روښانه راتلوونکی زمونږ د ټولو په انتظار کې دی.

 

د سټار ورځپاڼې «‌ اروپايي ټولنې په غونډه کې د ترکیې بجث » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اروپايي ټولنې په کمیسیون کې د وسعت چارو مسئول غړي‌ اولیور وارهیلي د ټولنې لخوا البانیا ته استول شوي د کرونا ویروس واکسین  په پلازمینه تیران کې  د البانیا لومړي وزیر  ته د تسلیمولو په خاطر په هوايي ډګر کې د جوړې شوې خبري‌ غونډې پر مهال د ترکیې د ملکي‌ هوايي چلند شرکت مساپر وړونکې الوتکه په ځغاستلیکه کې په تیریدو پيل وکړ. د الوتکې د تیریدو له امله مشرانو د یوې مودې لپاره خبري‌ بندې کړې او د ترکش ایرلاین نوم په اخیستو سره خوله د مسکا نه ډکه شوه.

د صحنه په ټولنیزه مډیا کې د خپریدو سره په لنډه موده کې ډیر زیات انعکاس پيدا کړ.

 

د وطن ورځپاڼې « په فرانسه کې د ترکیې ملي‌ فوټبالر بوراق یلمز ستر افتخار » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د فرانسې د لومړي‌ لیګ د لي لا په لوبډله کې لوبه کوونکی د ترکیې ملي‌ فوټبالر بوراق یلمز د اپریل په میاشت کې د میاشتې تر ټولو د ښهد لوبغاړي‌ په توګه  وټاکل شو.

هغه د اپریل په میاشت کې په ۴ مسابقو کې ۳ ګولونو په وهلو سره د ټولو پام ځانته رااړولی دی.

د ویلو ده چې هغه په یو سیزن کې په ۲۵ مسابقو کې ۱۳ ګولونو په وهلو سره د خپلې لوبډلې تر ټولو زیات د ګول وهونکې لوبغاړي عنوان هم ترلاسه کړ.



اړوند خبرونه