د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1629995
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې د ملي‌ شورا لخوا د امریکا د ولسمشر لخوا د  ۱۹۱۵ کلونو د پیښو د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ شورا عمومي‌ مجلس د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن لخوا د ۱۹۱۵ کلونو پيښې د ارمنیانو د نسل وژنې په توګه د په رسمیت پیژندو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. عمومي‌ مجلس ددې بایدن ددې پریکړې د غندنې او ردولو په خاطر یوه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د ارمني‌ لوبي‌ ډلو تش په نامه د ادعا‌ءګانو نه ملاتړ او د هغوې تر اغیزو لاندې د راتګ له امله د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۲۴ مه نیټه  د ۱۹۱۵ کلونو د پيښې په اړه د ادعاګانو د په رسیمت پیژندو پریکړه په کلکه توګه وغنده. دا څرګندونې چې د تاریخي‌ حقایقو د تحریفولو نه پرته بل څه ندي په کلکه توګه يي‌ غندو او ردو.

 

د صباح ورځپاڼې « د عمر چیلیک لخوا د بایدن د څرګندونو پر خلاف سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک تیره ورځ د عدالت او پراختیا ګوند د مرکزي‌ کمیټې د غونډې نه وروسته په خبري‌ غونډه کې د امریکا د ولسمشر لخوا د ۱۹۱۵ کلونو پيښې د نسل وژنې په توګه د په رسمیت پيژندولو د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې د یو داسې وضعیت سره مخامخ یو چې  هیڅډول قانوني‌ او حقوقي‌ بڼسټ نلري. د بایدن دا پریکړه او څرګندونې په ټوله معنا بې بڼسټه دي‌ او په کلکه توګه يي‌ غندو.

 

د وطن ورځپاڼې « د ګرځندوی وزیر: د ګرځندوی په سکتور کې د واکسین پروګرام به د مې د میاشتې تر پایته سرته ورسو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري‌ ایرسوی تیره ورځ د انتالیا په ولایت کې  ترکیې ته راغلي‌ د اوکراین د کولتور او معلوماتو وزیر الیکساندر سره ولیدل. هغه دلته خبریالانو ته وویل چې د راتلوونکې میاشتې تر پایته به په ترکیه کې د ګرځندوی سکتور ټول کارکوونکو ته د کرونا ویروس واکسین تطبیق شي. هغه وویل چې په ترکیه کې د خوندي‌ ګرځندوی ساحه هم مخ په پراخیدو ده. تر اوسه پورې لس زرو هوټلونو ته د خوندي‌ ګرځندوی سند ورکړ شوی دی.

 

د سټار ورځپاڼې «‌ په کامله توګه ملي‌ او ځايي دی، د ترکیې لخوا ورور هیواد پوځ سره مرسته » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د دفاعي‌ صنایع لخوا د ځايي او ملي‌ امکاناتو سره جوړ شوی د ټانک انتقالوونکی  د شمالي‌ مقدونیا د هیواد د پوځ سره مرسته وکړه.

په شمالي‌ مقدونیا کې د ترکیې لوی سفیر حسن محمد سیکیز کوک وویل چې د بالکان په سیمه کې شمالي‌ مقدونیا د ترکیې لپاره ځانګړی اهیمت لري. ترکیه د شمالي‌ مقدونیا سره ډیرې قوي‌ او پیاوړې اړیکي‌ لري‌ او غواړو چې دا اړیکې په هره برخه کې لا پسې پیاوړې کړو.



اړوند خبرونه