د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1619303
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د دونباس په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن وویل چې ترکیې تل د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا نه دفاع کړې ده او پدې فکر ده  چې  په  توره بحیره کې هر ډول  شدت او تاوتریخوالی د هر چا په ضرر دی. قالن وویل چې ترکیه د کریمیا د تاتارترکانو د حق او حقوقو نه دفاع کوي‌ او د روسیې او اوکراین ترمنځه ستونزې د مذاکراتو له لارې د حل نه ملاتړ کوي.

 

د صباح ورځپاڼې «‌ ترکیه ګام په ګام سپوږمۍ پر لور » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ فضايي پروګرام په چوکاټ کې په ۲۰۲۳ کال کې فضا ته پرته د انسان نه د فضايي بیړۍ د استولو په خاطر ملي او ځايي هیبریت راکټ ماشین د توغولو لومړنی ازمایښت په بریالیتوب سره ترسره شو.

د نړۍ په کچه د ترکیې د راکټ د سیتسم تر ټولو ستر راکټ سورس د نړۍ په کچه د تکنالوژۍ له پلوه تر ټولو د پرمختللي‌ هیبریت ماشین خاوند دی. ددې راکټ یو نمونه به د مې په میاشت کې په سینوپ ولایت کې وازمایل شي.

 

د حریت ورځپاڼې « د روسیې لخوا د فضايي چارو په برخه کې د همکارۍ وړاندیز » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي په ترکیه کې د روسیې سفیر الکسي ایرخوف وویل چې ترکیې د فضايي تحقیقاتو په برخه کې پدې وروستیو کې په واقعیت سره چې  ډیرې زیاتې هلې ځلې کوي او مونږ خپل ګاونډي‌ هیواد ترکیې ته په یواځې ځان د فضايي پروګرام د پيلولو په خاطر مبارکي‌ وایو. هغه وویل پوره باور لري چې د ترکیې فضايي پروګرام به د نړۍوالو فضايي تحقیقاتو سره ډیره زیاته مرسته وکړي.

هغه وویل چې هیواد يي تل د ترکیې سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه د روغتیايي توریزم په سکتور کې د نړۍ د لومړنیو لسو هیوادونو په کتار کې ځای لري » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د فاربس مجلې د شمیرو له مخې په نړۍ کې په تیرو ۵ کلونو کې تر ټولو زیات د وده کوونکو سکتورونو په سر کې البته چې د روغتیا ګرځندوی سکتور قرار لري. دا سکتور هر کال په اوسط‌ ډول ۲۴ سلنه وده کوي.

ترکیه د روغتیايي ګرځندوی په سکتور کې د نړۍ د لسو مهمو او لویو هیوادونو نه یو دی.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د روس ګرځندویانو د لومړنۍ جوپې لیږدونکې الوتکه د ترکیې موغلا ولایت کې راښکته شوه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د روس ګرځندویانو لومړنۍ الوتکې تیره ورځ د روسیې د پلازمینې مسکو نه الوتنه وکړه او د ماښام په ساعتونو کې د موغلا ولایت د میلاس بودروم په هوايي ډګر کې ښکته شوه. پدې الوتکه کې ۲۱۲ تنه روس ګرځندویان ترکیې ته راغلل.

د ویلو ده تمه کیږي چې سږ کال د بهرنیو ګرځندیانو په شمیره کې پام وړ لوړوالی راشي.

د ګرځندویانو نه د بودروم په هوايي ډګر کې هر کلی وشو.



اړوند خبرونه