د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1573448
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د ملي امنیت شورا لومړنی غونډه تیره ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه.

د ملي امنیت شورا غونډې څلورنیم ساعته دوام وکړ. د غونډې نه وروسته پریکړه لیک خپور شو.

د ملي شورا شورا په غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل شول چې ترکیه به په ایژې، ختیځې مدیترانې او قبرس کې د نړۍوالو حقوقو پر بڼسټ ولاړ د خپل حق او حقوقو نه دفاع کولو ته دوام ورکړي.

همداشان پدې غونډه کې د ترکیې په سویلي ګاونډیو هیوادونو کې د ترهګرو سازمانونو د موجودیت د لمنځه په خاطر په اوچتو شوو ګامونو خبرې وشوې. په غونډه کې وویل شول چې دا ترهګري سازمانونه په سیمه کې د ټولو بې استقراریو اصلي سرچینه ده.

پدې مسئله کې  دخیلو ټولو نړۍوالو اکټورانو ته د  خپلو مسئولیتونو د پرځای کولو بلنه ورکړل شوه.

د وطن ورځپاڼې « درې نیم میلیونه ډوز دویم پړاو د کرونا واکسین ترکیې ته راورسیدل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د چین نه اخیستي د کرونا ویروس واکسین د انتقال بهر دام لري. د ویلو ده چې د واکسین دویم پړاو ۳ نیم میلیونه ډوزه نن سهار ترکیې ته راورسیدل. د ویلو ده چې د چین نه د اخیستل شوو واکسین لومړنی پړاو ۳ میلیونه ډوزه د ۲۰۲۰ کال د دسمبر د میاشتې په ۳۰ مه نیټه ترکیې ته راوړل شوي وو. همداشان دا واکسین د ۱۴ ورځې تحقیقاتو نه وروسته د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۱۴ مه نیټه په تطبیق پیل وشو. همداشان ددې واکسین د لومړني پړاو دویمه برخه ۶ نیم میلیون ډوزه د جنوري په ۲۵ مه نیټه ترکیې ته راوړل شوي وو.

د ینې شفق ورځپاڼې « ځايي واکسین به لا ډاډمن وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ساینسپوهانو لخوا د جوړیدو په حال کې د کرونا ویروس به لا اغیزمن او ډاډمن وي. د ترکیې د علمي او تکنالوژيکو څيړونو ادارې رئیس حسن ماندال د ځايي واکسین د چارو په اړه وویل چې ځايي واکسین چارې د هیواد نه بهر د تولید شوو  واکسینونو د چارو سره توپیر لري. دا واکسین لا اغیزمن او لا د ډاډوړ دی.

د سټار ورځپاڼې « انګلستان د ترکیې سره همکارۍ ته ژمن دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د انګلستان لوی سفیر دومینیک شیلکوټ  وویل چې انګلستان د ترکیې سره د دفاعي صنایع او دفاعي سکتور کې همکاریو ته ژمن دی او همکاریو ته به دوام ورکړي.

دواړو هیوادونو شرکتونه او وګړي د یو بل توکو اخیستو او استفادې  په مسئله ژمن دي.

 د خبرترک ورځپانې « د نړۍ تر ټولو د خوندي ښارونو په لست کې د ترکیې ۶ ښارونو ځای نیولی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نامبیو څیړنیز شرکت د ۲۰۲۰ کال تر ټولو خوندي او ډاډمند ښار اعلان کړل. پدې لست کې د ترکیې نه هم ۶ ښارونو ځای نیولی دی. د ترکیې د ایسکي شهر ولایت د ۸۲ عشاریه ۴۵ لمبرو په ترلاسه کولو سره اتم کتار کې ځای نیولی دی. همداشان پدې لست کې د ترکیې د انتالیا، بورسا، ایزمیر، انقرې او استانبول ښارونو ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه