د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1572735
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د ایلن ماسک سره ټیلیفوني خبرې وکړې» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تیسلا او سپیس ایکس د شرکتونو بڼسټګر ایلن ماسک سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې ټيلیفوني خبرو کې د ترکیې د عامه او ځانګړو سکتورونو او سپیس ایکس شرکت ترمنځه د فضايی تکنالوژۍ او  مختلفو برخو کې پر همکارۍ خبرې وکړې.

د حریت ورځپاڼې « د روغتیا نړۍوال سازمان لخوا د ترکیې ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روغتیا نړۍوال سازمان د ترکیې استازي ډاکټر باتر بیردي کلیشف په ترکیه کې د کرونا ویروس ضد د واکسین د کمپاین نه ستاینه وکړه. هغه وویل چې په ترکیه کې په ډیره لنډه موده کې څه باندې یو میلیون  تنو ته د کرونا ویروس واکسین وشو. د ترکیې د واکسین ملي پروګرام په حقیقتآ چې ډیر پياوړی او اغیزمن دی.

د سټار ورځپاڼې « د ترکي ساینسپوهانو ستر بری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په اتریش کې د پروکام کیر  بیوتک د شرکت بڼسټګر او جګپوړی چارواکی په خټه ترک ساینسپوه پروفیسور ډاکټر کامل اوندر په انګلستان کې لیدل شوې د کرونا ویروس د نوې بڼې په چټکه د تشخیص ځانګړي کیتونه جوړ کړي دي. اوندر ویلي دي چې دا کیتونه د ۶۰ نه تر ۹۰ دقیقو پورې ویروس تشخیص کوي. هغه ویلي دي چې دا کیتونه د تشخیص له پلوه هم ډیر چټک او هم ډیر ارزانه دي. دا یو ډير ګام  او پرمختګ دی.

د صباح ورځپاڼې « د پيسو نړۍوال صندوق د ترکیې په اړه خپل اټکلونه لوړ کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پیسو نړۍوال صندوق د ترکیې  د اقتصادي ودې په اړه اټکلونه لوړ کړل. نوموړي صندوق ویلي دي چې ترکیې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ د پیل راهیسې اقتصادي ودې ته دوام ورکړی چې سږ کال به هم دا وده دوام وکړي. ترکیې د نیولو قوي تدابیرو سره د پراخې وبا ناروغۍ سره سره اقتصادي ودې ته دوام ورکړی دی. پیسو نړۍوال صندوق ویلي دي چې ترکیه به په ۲۰۲۱ کال کې ۶ سلنه اقتصادي وده وکړي. دا صندوق ددینه مخکې د ۲۰۲۱ کال لپاره پنځه سلنه اقتصادي ودې اټکل کړی وو. د پيسو د نړۍوال صندوق لخوا د اقتصادي ودې په اړه د اټکلونو لوړول به ترکیه د پانګې اچونې په برخه کې د جاذبې په مرکز بدل کړي.

د ینې شفق ورځپاڼې « د نړۍ مشهور ستوري د فنرباغچه لوبډلې سره قرارداد لاسلیک کړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر مسعود اوزیل چې د انګلستان د ارسینال لوبډلې سره لوبه کوله د ترکیې د فنرباغچه لوبډلې ته ټرانسفر شو.

مسعودي اوزیل تیره ورځ د فنرباغچې لوبډلې سره قرارداد لاسلیک کړ. مسعودي اوزیل د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې د فنرباغچې لوبډلې کې د ګډون له امله ډیر خوښ دی. هغه وویل چې زما ګډون پدې لوبډله کې د فنرباغچې لپاره خوب وو چې په حقیقت بدل شو او زما ارمان وو چې پوره شو.



اړوند خبرونه