د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1570298
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د سمندري ګزمې الوتکې خپل لومړی ماموریت سرته ورسو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سمندري ځواکونو نوې پ ۷۲ ډوله د سمندري ګزمې الوتکې تیره ورځ خپل لومړنی ماموریت په بریالیتوب سره سرته ورسو.

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، لوی درستیز یاشار ګولر او پلو ځواکونو عمومي قومندان ستر جنرال امید دوندار په ګډون هئیت د سمندري ګزمې الوتکې نه لیدنه وکړه .

د ینې شفق ورځپاڼې « د انرژۍ وزیر: فاتح په نامه د انرژۍ د پلټنې کښتۍ د نوي ماموریت ادرس ته ورسیده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د فاتح په نامه د انرژۍ د پلټنې او سروې کښتۍ په توره بحیره کې د خپل نوي ماموریت سیمې ترک علي دویم  د ګازو کوهي  ته ورسیده.

وزیر ویلي دي چې د انرژۍ د پلټنې کښتۍ به د سکاریا د ګازو په سیمه کې هر څه ژر خپلې چارې پيل کړي.

د سټار ورځپاڼې « په ۲۰۲۰ کال کې د تورې بحیرې نه تر ټولو ډیر صادرات د ترابزون ولایت کړي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ختیځې مدیترانې د صادراتو د ټولنې د شمیرو له مخې تیره کال د تورې بحیرې د سیمې ۱۸ ولایتونو جمعآ ۴ میلیارده ۴۸۶ میلیونه ۲۲۵ زره او ۶۲۹ امریکايي ډالرو صادرات کړي دي.

د شمیرو له مخې پدې موده کې یواځې ترابزون ولایت یو میلیارد ۶۰ میلیونه ۸۰۷ زره او ۷۷۸ امریکايي ډالرو صادرات کړي دي. ترابزون ولایت په یواځې ځان ۲۴ سلنه صادرات ترسره کړي دي.

د خبر ترک ورځپاڼې « د مانیسا ولایت د دیمیرجي ولسوالۍ غالۍ د لرې ختیځ بازارونو ته ورسیدې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د مانیسا ولایت د دیمیرجي ولسوالۍ غالۍ د کورنیو بازارونو او اروپا بازارونو نه وروسته داځل چین او جاپان بازارونو ته ورسیدې.

د حریت ورځپاڼې « مسعود اوزیل په رسمي ډول په فنرباغچه کې لوبه پیل کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د فنرفاغچې فوټبال لوبډلې د نړۍ په کچه مشهور او پيژندل شوي فوټبالر مسعود اوزیل سره درنیم کلن قرارداد لاسلیک کړ.

د فنرباغچه لوبډلې د مسعود اوزیل د ټرانسفرولو نه خیال په حقیقت بدل شو په توګه یادونه کړې ده .

 



اړوند خبرونه