د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1537331
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې ” ولسمشر اردوغان د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې نوي تدابیر اعلان کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه د کابینې د غونډې نه وروسته د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې نیول شوي نوي تدابیر اعلان کړل. ولسمشر اردوغان وویل چې د نوو تدابیر په چوکاټ کې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د شپې د ۹ بجو نه د سهار تر ۵ بجو پورې په ګرځیدو بندیز پریکړه وشوه. همداشان د جمعې د شپې د ۹ بجو نه د دوشنبې د سهار تر پنځو بجو هم په ګرځیدو د بندیز لګیدو پریکړه شوې.

نوي محدودیتونه به د امر ثاني پورې دوام وکړي.

د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د راتلوونکو اونیو نه په اعتبار سره به د کرونا واکسین په تطبیق پيل وکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د کرونا ویروس ضد واکسین په مسئله کې په نړۍ کې پرمختګونه د نږدې نه څارو. هغه وویل چې په لومړي پړاو کې ۵۰ میلیونه دوزه واکسین به په ترکیه کې تطبیق کړو. دا واکسین به په وړیا توګه تطبیق کړو. په راتلوونکو اونیو کې به لومړی روغتیايي پرسونل ته د واکسین په تطبیق پيل وشي.

د حریت ورځپاڼې « یونان په نورو دروازو کې د ستونزې د حل د لټولو سره ستره خطا کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې یونان د ختیځې مدیترانې د مسئلې په اړه د مذاکراتو نه نه تیښته کوي او ددې ستونزې د حل په خاطر نورې دروازې ټکوي چې ستره خطا کوي. هغه وویل چې  د ختیځې مدیترانې د بحران او کړکیچونو یواځنی لامل د یونان لاینحله او ستونزو ته دوام ورکوونکی دریځ دی.

ترکیه ددې ستونزې د حل په خاطر څه چې لازم وي د هغه ترسره کولو ته چمتو دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « اذربایجان ځواکونه د ۲۸ کلونو نه وروسته لاچین ته داخل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د روسیې په منګړتوب تیره میاشت لاسلیک شوي د اوربند او قره باغ د اشغال د پایته رسولو د تړون په چوکاټ کې ارمنستان ته د لاچین ښار نه د وتو په خاطر د ټاکل شوي مهلت د پوره کیدو نه وروسته اذربایجان ځواکونه تیره شپه ۱۲ بجې لاچین ښار ته داخل شول.

د ویلو ده چې اذربایجان پوځ ددېنه وړاندې د کلبیجر او اغدام ښارونو کې ځای په ځای شوي وو چې تیره شپه د لاچین ښار ته هم داخل شول.

د ویلو ده چې ارمنستان د ۱۹۹۲ میلادي کال د مې په ۱۸ مه نیټه لاچین ښار اشغال کړی وو.

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه تر ټولو په چټکه وده کوونکی هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ۲۰۲۰ کال په دریمه ربع کې د اقتصادي ودې سره جلب توجه کړی دی. د ویلو ده چې په دریمه ربع کې د چین ، ټایوان او ویتنام نه پرته بل کوم هیواد اقتصادي وده نده کړې. ترکیه هم په نړۍ کې یو د هغه ګوتو په شمیر هیوادونو نه دی چې اقتصادي ودې يي کړې ده.

چین د روان کال په دریمه ربع کې ۴ عشاریه ۹ سلنه، ټایوان ۳ عشاریه ۹۲ سلنه او ویتنام بیا ۲ عشاریه ۶۲ سنله اقتصادي وده کړې ده .



اړوند خبرونه