د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1536659
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا نړۍ ته د بیت المقدس او فلسطین پيغام »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکیې په ټوګه په هر فرصت او پلات فورم کې  د بیت المقدس د دعوا نه دفاع کولو  او د فلسطین د اشغال ، روانو ظلمونو او نسل وژنې  د سیاستونو د پایته رسولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې کار کوو. ولسمشر اردوغان وویل چې د ملګروملتونو د پریکړو له مخې د ۱۹۶۷ کال د پولو او د بیت المقدس د پلازمینې سره د خپلواکه، متحد او مستقل یو فلسطیني دولت د جوړولو پورې به زمونږ دا مبارزه دوام وکړي.

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې ځايي واکسین ، د بیو ان تک او مودرنا د واکسین سره عینې ځانګړتیاوې لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د لومړي ځ لپاره جینیتیک تکنالوژۍ نه په استفادې سره د کرونا ویروس ضد واکسین جوړیږي. دا واکسین د ترکیې د سلجوق پوهنتون د طبي جینتییک څانګې لخوا جوړیږي. پدې واکسین چې د جون په میاشت کې کار پیل شوی دی په حیواناتو د ازمایلو کچې ته رارسیدلی دی. دا واکسین  د بیوان تک او مودرنا د شرکتونو لخوا په ګډه د جوړ شوي واکسین سره عینې ځانګړتیاوې لري. دا واکسین به د راتلوونکي اوړي په میاشتو کې انسانانو د ازمایلو مرحلې ته ورسیږي.

د خبرترک ورځپاڼې « د ۱۹۱۵ چناق قلعه د پل استنادي ستنو لوړوالی د ایفل د څلي نه لوړ شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د چناق قلعه د تنګۍ د پاسه جوړیدونکی او د اسیا او اروپا د لویو وچو نخلوونکی د ۱۹۱۵ چناق قلعه پل د استنادي ستنو لوړوالی د فرانسې د پلازمینې پاریس د سمبول ایفل څلي د نه لوړ شو. دا پل  د بشپړیدو سره به د نړۍ تر ټولو ستر منځمهاله ځوړند پل عنوان ترلاسه کړي. د پل د استنادي ستنو لوړوالی ۳۱۸ مترو ته ورسیږي.

د حریت ورځپاڼې « د استانبول د ونډو بازار د نوو ریکارډونو انتظار باسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا په هیواد کې د نوي اقتصادي دورې په اړه د څرګندونو سره د استانبول د ونډو بازار کې د ونډو بیه د نوامبر په میاشت کې تر ټولو لوړې کچې ته لوړه شوه. شننونکو ویلي دي چې دې رقمونو نوې هیلې راژوندۍ کړې.

د ینې شفق ورځپاڼې « د قیام ایرطغرل ډرامې د مسلمانانو د خیال طاقت له سره راژوندی کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي د قیام ایرطغرل ډرامه په نړۍ کې د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیات مینه وال او لیوونکي پیدا کوي. د نړۍ په تلویزیونو کانالونو کې خپلو اغیزو ته دوام ورکوي. د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ټي آر ټي لخوا جوړه شوې مشهور د قیام ایرطغرل ډرامه د نړۍ په ۷۲ هیوادونو کې خپریږي. دا ډرامې د فلسطین نه نیولې تر پاکستان ، اسیا او افریقا پورې د نړۍ په لویه جغرافیه کې د خلکو په ژوند کې مهم ځای نیولی دی. د میډل ایست ای ویبپاڼې ویلي دي چې دې ډرامې په نړۍ کې د مسلمانانو د خیال قوت د راژوندي کولو پيل کړی دی.



اړوند خبرونه