د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1531272
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان غوڅ پیغام  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون د استانبول د واحدالدین په ماڼۍ کې د هیواد د صادراتو د مجلس هئیت حضور ته قبول کړ. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې په اقتصادي او سیاسي موازنو کې جدي او ستر بدلون روان دی. انشاالله چې په ترکیه کې ډیموکراسۍ د پياوړي کولو سره به سرمایه ګذارۍ سکتور راژوندی کړو. ترکیه به یو ځل بیا د پرمختګ او ودې په لاره روانه کړو. دا کار به د هیواد د هرې برخې او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ نړۍ سره د نږدې تماس او همکارۍ سره ترسره کړو.

د حریت ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزارت لخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اسرائیل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اشغال لاندې په لویدیځه تراړه کې  د یهودانو د غیرې قانوني ښار ګوټي نه لیدنه د ملګروملتونو د امنیت  شورا چې امریکايي دایمي غړی دی د حکمونو او نړۍوالو حقوقو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده. دا سفر د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا او نړۍوالو حقوقو د پریکړو سره په ټکر کې یو دی چې تر وروستۍ درجې یو وخیم ګام دی.

په بیان کې راغلي دي چې ددې سفر نه موخه په اصل کې د اسرائیلو تر اشغال لاندې په فلسطیني خاورو کې جوړو شوو غیرې قانوني ښار ګوټو ته مشروعیت ورکول دي. دا ډول غیرې مسئولانه یو پلوي ګامونه د اسرائیل فلسطین ترمنځه موجودو اختلافاتو د حل په خاطر د نړۍوالې ټولنې هلو ځلو او د ملګروملتونو پریکړو او د فلسطین د خلکو د حق او ازادیو د خپو لاندې کول دي.

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د لیبیا په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل ، په لیبیا کې د سولې او استقرار د ټینګښت په خاطر باید د حفتر سره ترسره کیدونکې ټولې بهرنۍ مرستې هر څه ژر ودرول شي. دا خبره یوه حتمي مسئله ده. هغه وویل چې د حفتر ځواکونه او پدې هیواد کې اجیر بهرني اورپکي د امنیت، استقرار او ډیپلوماتیکو هلو ځلو پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ دی. لکه څرنګه چې ټول پوهیږي د پوځي لارو څخه د لیبیا د ستونزې حل ناممکن دی.

د خبرترک ورځپاڼې « د پروفیسور اوغور شاهین تازه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي د جرمني د بیو ان تګ د شرکت لخوا د امریکايي فیزر شرکت سره په ګډه جوړ کړی د کرونا ویروس واکسین ۹۵ سلنه بریالی شوی دی. د بیو ان تګ د شرکت خاوند او موسس پروفیسور اوغور شاهین د نوموړي واکسین د ویش په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دسمبر د میاشتې شلمې نیټې نه وروسته د اجازې د ترلاسه کولو نه وروسته د نوي کال نه مخکې به د واکسین په ویش او تطبیق پيل وکړو. هغه وویل که چیرې هر څه د پلان په مطابق پر مخ لاړ شي د نوي کال د پيل نه مخکې به د واکسین په ویشل پيل وکړو.

د سټار ورځپاڼې « د چین د تکنالوژۍ شرکت لخوا په ترکیه کې د پانګه اچونې حمله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین د تکنالوژۍ شرکت په ترکیه کې اوږمهال سرمایه ګذارۍ ته چمتوالی نیسي. د ایچ ۳ سي  د شرکت مرستیال ګاري هووانګ وویل چې په ترکیه کې د اوږمهاله سرمایه ګذارۍ لپاره د پلانونو په جوړولو پيل کړی دی.



اړوند خبرونه