د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1515833
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا امریکا ته د اف ۳۵ الوتکو او اس ۴۰۰ توغندیو په اړه خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په مالاتیا ولایت کې د خپل ګوند اومې فوق العاده کانګرې ته په وینا کې په  هالنډي افراطي ښي اړخه سیاستوال ګیرت ویلډرز ، فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون  او امریکا متحده ایالتونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان د هالنډي افراطي سیاستوال ویلډرز پر خلاف چې د ټولنیزې مډیا له لارې ولسمشر اردوغان ته سپکاوی کړی وو په غبرګون کې وویل « د هر څه نه مخکې خپل حد وپیژنه. ایا ته د چا سره په لاره روان يي ددې حساب او کتاب دې کړی دی؟ زمونږ په کتاب کې فاشیزم نشته. هغه ستاسې په کتاب کې شتون لري. زمونږ په کتاب کې ټولنیز عدالت شتون لري او مونږ همدې ټولنیز عدالت سره سم حرکت کوو. ولسمشر اردوغان د فرانسې د ولسمشر لخوا په هیواد کې په دولتي ودانیو د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د کاریکاتورونو ځوړولو ته د اجازه ورکولو له امله ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې ماکرون دماغي ناروغ دی. هغه باید خپله درمنله وکړي. ولسمشر اردوغان د ترکیې لخوا د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو د ازمایښتونو د پیلولو په اړه د امریکا د نیوکو پر خلاف هم ډیر سخت غبرګون وښود او امریکا ته خبرداری ورکړ. ولسمشر اردوغان وویل کله چې ترکیې اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو سیستم راونیوه امریکا زمونږ نه دا سیستم بیرته روسیې ته ولیږۍ غوښتنه وکړه. زه په امریکا غږ کوم چې ترکیه قبیلوي حکومت ندی چې هر څه تاسې وغواړۍ هغه وکړي. ترکیې په تحریمونو ګواښۍ، پس بیړه وکړۍ چې ناوخته نکړۍ. امریکا د چا سره ډغره وهي پدې نه پوهیږي.

د صباح ورځپاڼې « چاوش اوغلو: اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې نور يي باید مخه ونیول شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د هالنډ د ښي اړخه افراطي سیاستوال ګیرت ویلډرز پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. چاوش اوغلو وویل کله چې حقیقتونه ورته پر مخ ووهو د اروپا رټل شوي خپلې څیرې راڅرګندې کړي.

دوي غواړي چې د اسلام او بهرنیو سره د دښمنیو نه سیاسي منافع ترلاسه کړي. په اروپا کې د فاشیست ذهینت لرونکو رټل شوو نازولو سیاستوالو د مخنیوي وخت رارسیدلی دی.

د حریت ورځپاڼې « په اروپا کې د ځینو فاشیستو د حقارت په اړه د فخرالدین التون سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وویل چې اروپا لخوا د مسلمانانو پر خلاف دښمني او د هغوې د تعدیب هلو ځلو نه   د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیات مروجیدونکي اسلام دین ، ترکیې او ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ښمنۍ نه لاس نه اخلي. هغه ویلي چې اروپایان باید په یوې خبره ځان ډیر ښه پوه کړي ، دا چې تاسې مونږ مسلمانان نه غواړۍ مونږ تاسې ته خپل کور کلی پریښودلی نشو. مونږ هیڅ ځای ته نه زو او همدلته یو. که چیرې تاسې مونږ ته سپکاوی وکړۍ مونږ تاسې ته چپه خوله نه کینو ، د وروستۍ پورې د خپل حق او حقوقو نه دفاع کولو ته دوام ورکوو.

د خبرترک ورځپاڼې « خلوصي اکار د پاکستان نه ارمنستان ته خبرداری ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لخوا ترکیې ته د جنګي کښتیو د صادراتو په ترڅ کې تیره ورځ دریمه جنګي کښتۍ پاکستان ته وسپارله. دا کښتۍ د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار او د پاکستان د دفاعي تولیداتو د چارو وزیرې زبیده جلال خان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پاکستان ته وسپارل شوه .

د ترکیې د دفاع وزیر دلته په خپله وینا کې د جنګي او بشري جنایتونو ترسره کوونکي ارمنستان ته خبرداری ورکړ. هغه وویل لکه څرنګه چې د اذربایجان پوځ د جګړې په ډګر کې د ارمنستان نه د جنګي او بشري جنایتونو حساب پوښتنه وکړه ددې هیواد نه به د تاریخ او نړۍوالو حقوقو پر وړاندې هم د حساب پوښتنه وشي.

د ینې شفق ورځپاڼې « شمالي قبرس ولسمشر تاتار: مونږ خپل ټول طاقت او قوت د ترکیې نه اخیستی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار پرون وویل چې « مونږ د خپل ټول طاقت او او قوت د ترکیې نه اخلو. د ترکیې سره په همغږۍ کې کار کول مونږ لا پیاوړي کوي. په ځانګړې توګه پدې وروستیو کې د هیدروکاربن  د راویستل کیدو او ویش د شمالي قبرس ترک جمهوریت د راتلوونکي لپاره حیاتي ارزښت لري. د همدې امله باید د ترکیې جمهوریت سره په ګډه او همغږۍ کې حرکت وکړو.



اړوند خبرونه