د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1513769
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د ولسمشرۍ ویاند قالن لخوا د پاشینیان د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې د سویلي قفقاس سولې او استقرار د قره باغ د اشغال د پایته رسیدو نه تیره شوې ده. قالن د خپل ټویټر پاڼې له لارې  د ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان د هغه څرګندونو په اړه چې ویلي دي چې د قره باغ ستونزې د حل لپاره ډیپلوماتیک حل د امکان وړ ندی ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې پاشینیان د خپلو دې څرګندونو سره په اصل کې د قره باغ د ستونزې په اړه د ارمنستان دریځ او نیت ښکاره کړ. دوې د جګړې غوښتوونکي دي. پاشینیان د دې څرګندونو سره د ترکیې او اذربایجان پر حق والی تایید کړ.

د صباح ورځپاڼې « د ترکسات ۵ ای سپوږمه کۍ د توغنولو نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د نوامبر د میاشتې په وروستیو کې به ترکسات ۵ ای سپوږمه کۍ فضا ته وتوغوي. هغه وویل چې ترکسات ۵ بي به د ۲۰۲۱ کال په دویمه ربع کې او ترکیې لومړنۍ ملي او ځايي مخابراتي سپوږمه کۍ ترکسات ۶ ای به په ۲۰۲۲ کال کې فضا ته وتوغول شي.

د خبرترک ورځپاڼې « ترکش کارګو د نړۍ ۶ نورو نقطو ته هم الوتنې پیل کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د کارګو څانګې ترکش کارګو لندن، بخارست، بنګکاک، سینګاپور، بیروت او لاهور ته الوتنې پیل کړې.

د سټار ورځپاڼې « ترک ساینسپوهانو د غړغړې سره د کرونا ویروس تشخیص میتود کشف کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکي ساینسپوهانو د نوي ډول کرونا ویروس د ټسټ حساسیت او ډاډمنتیا شل برابره لوړونکې یواځې د غړغړې سره تثبیتوونکی کیت جوړ کړ. پدې میتود کې د دماغونو نه د اخیستونکو نمونو پر ځای د غړغړې د اوبو سره ټسټ کیږي.

د حریت ورځپاڼې « ارواګانې په نامه فلم جایزه ترلاسه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د نامتو فلم جوړونکې عزرا دینیز اوکیای لخوا لیکل شوی او جوړ شوي د ارواګانو په نامه فلم د د وارسا د فلمونو په ۳۶ م فیستیوال کې جایزه ترلاسه کړه.

دې فلم د ځوانو سینمايي فلمونو لیکولانو د نړۍوال سازمان د ژوري هیت تر ټولو د ښه فلم جایزه ترلاسه کړه.



اړوند خبرونه