د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1512966
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان : د مظلومانو ترڅنګ دریدو ته به دوام ورکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د مظلوم، متضرر، حق او عدالت ترڅنګ دریدو نه به هیڅکله هم لاس وانخلي. د بالکان نه تر قفقاسونو، د اسیا نه تر افریقا پورې په هره سیمه کې چې د چا سترګې او زړه ترکیې ته اوښتي د هغوې ترڅنګ دریدو ته به دوام ورکړي. په لیبیا کې د یو کودتاچي لخوا د هیواد ویشلو ته مونږ رضا ښودلی نشوه او نه به يي کله وښایو. د اذربایجان لخوا د خپلې اشغال شوې خاورې د ژغورنې په خاطر د پيل کړې مبارزې د خپلو ټولو امکاناتو سره ملاتړ کړی او ملاتړ ته به دوام ورکړو.

د ینې شفق ورځپاڼې « د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ولسمشر ایرسین تاتار لخوا د ترکیې سره د همغږۍ پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت نوي ولسمشر ایرسین تاتار ویلي دي چې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې به تل د ترکیې سره د سلامشورو او همغږۍ په چوکاټ کې حرکت وکړو. هغه وویل چې د قبرس د ترکانو د منافعو نه د دفاع په خاطر به د ترکیې سره زمونږ پياوړې اړیکي دوام وکړي.  د ترکیې تضمین کوونکي هیواد موقف به دوام وکړي . هغه وویل چې شمالي قبرس ترک جمهوریت به د یو دایمي دولت په توګه خپل موجودیت ته دوام ورکړي. ددې ساعت نه وروسته د سویلي قبرس سره به مونږ یواځې او یواځې د خپلو خلکو د حق او منافعو په اړه مذاکرات پيل کړو.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې لخوا اړینو هیوادونو سره مرسته » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د سوریې په ګډون د اړینو هیوادونو سره ۱۱۰ زره ټنه حبوباتو مرسته کوي. دا پریکړه په رسمي جریده کې نشر شوه. ددې پریکړې له مخې به ترکیه ددې هیوادونو سره د دالو او نخودو وړیا مرسته وکړي.

د صباح ورځپاڼې « د ځايي او ملي موټر برښنايي بطرۍ په ترکیه کې جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ځايي او ملي موټر تولیدونکي شرکت د برښنایي موټرو لپاره د بطرۍ د تکنالوژۍ په خاطر یو ډیر ستر قرارداد لاسلیک کړ. ترکیه به د ځايي موټرو لپاره بطرۍ پخپله په ترکیه کې تولید کړي. د ترکیې د ځايي او ملي موټر تولیدونکي شرکت د بطریو لپاره يي  د نړۍ د مهمو شرکتونو نه د لي لون بطریو د تولیدونکو نه د فاراسیس سره په ترکیه کې ددې بطریو د تولیدولو په برخه کې تړون لاسلیک کړ.

حریت ورځپاڼې « ترکیې ته د چینیانو توجه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، چین  وګړو چې په ترکیه کې په بهرنیو وګړو د پلورل شوو غیر منقول اموالو په لست کې په لومړنیو شلو هیوادونو کې ځای نه درلود د روان کال په تیرو نهه میاشتو کې په ترکیه کې ۶۵۹ کورونو د پیریدو سره ریکارډ جوړ کړ. چینايي وګړو پدې لست کې ۱۲ ځای خبل کړ. د چین وګړو تر ټولو ډیر په استانبول کې کورونه اخیستي دي.



اړوند خبرونه