د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1510244
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « اردوغان : چیرته چې ظلم شتون ولري ترکیه به هلته د مظلوم ترڅنګ وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه تل د مظلوم ترڅنګ د دریدو سره د ظالم پر وړاندې چپه خوله پاتې کیدای نشي. په لیبیا کې ظلم روان دی. په سوریه کې زمونږ د ۹۱۰ کیلومتره پولو نه پورې غاړې ته ظلم روان دی. په سومالیا کې ظلم روان دی. د ارمنستان لخوا پر اذربایجان ظلم روان دی. هغوې زمونږ ورورنه دي. زمونږ نیکونو پدې برخه کې مونږ ته ځیني مسئولیتونه سپارلي دي. د همدې امله مونږ چوپه خوله پاتې کیدای نشو . مونږ خپل مسئولیت اداء کوو.

د سټار ورځپاڼې « علي یف : ترکیه کولی شي چې په اذربایجان کې پوځي هډه جوړه کړي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف وویل چې په قره باغ کې تر ۴۰ ډیر ښارونه، کلي او سیمې د ارمنستان د اشغال نه وژغورل . هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې پرته یوه ستونزه هم د حل وړ نده. هغه وویل چې اذربایجان د هر ډول خطر سره د مخامخیدو په صورت کې ترکیه کولی شي چې زمونږ په هیواد کې پوځي هډه جوړه کړي.

د حریت ورځپاڼې « پاشینیان په هر څه اعتراف وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ارمنستان چې په قره باغ کې په اعلان کړي  اوربند عمل ونکړ او د اذربایجان په ګینجي ښار د بریدونو سره په لسګونو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله د جګړې په ډګر کې د اذربایجان د پوځ وړاندې د ډیرې سختې ماتې سره مخامخ دی. اذربایجان دې هیواد ته د سترو ګوزارونو په ورکولو سره ډیر ستر ځاني تلفات اړولي دي. د ارمنستان لومړي وزیر پدې سترې ماتې اعتراف وکړ او وویل چې ارمني ځواکونو ته ستر ځاني تلفات اوښتي دي. هغه ویلي دي چې ارمني ځواکونه هم په شمالي او هم په سویلي برخو کې په شا تګ ته اړ شوي دي.

د خبرترک  ورځپاڼې « د یونان هغه ادعاء چې ترکیه زمونږ تحت البحري لیدلی او تعقیبولی نشي غلطه ثابته شوه » د سرلیک لاندط لیکلي دي، د یونان بعضې رسنیو ادعاء کړې وه چې ترکیې سمندري ځواکونه د یونان تحت البحري کښتۍ لیدلی او تعقیبولی نشي. د ترکیې سمندري ځواکونو ددوې ددې ادعاء  په مقابل کې په ختیځه مدیترانه کې د یونان تحت البحري کښتیو د تعقیب فلم خپور کړ او د هغوې ټولې ادعاګانې غلطې ثابتې کړې.

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه د سترو زیرو انتظار باسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په توره بحیره کې د ۳۲۰ میلیارده متر مکعب ګازو د موندولو نه وروسته وویل چې  د پلټون چارو په سیمه کې د ګازو نوې طبقې موندلي دي. ولسمشر اردوغان به سبا د خالي ورځ تورې بحیرې ته سفر وکړي او د پلټون چارې به د نږدې نه وګوري. همداشان ولسمشر اردوغان به دلته ملت ته نوي زیري هم ورکړي.



اړوند خبرونه