د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1508082
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د سټار ورځپاڼې « د اردوغان لخوا د ختیځې مدیترانې په اړه غبرګون »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیر ماښام د اروپايي ټولنې د شورا د رئیس چارلس میشل سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

پدې خبرو کې د ترکیې او اروپايي ټولنې پر اړیکو، د مارچ د ۱۸ مې د هوکړه لیک په چوکاټ کې د اروپايي ټولنې لخوا  خپلو مسئولیتونو د پر ځای کولو، ګمرکي یووالي او ویزې د معافیت په مسئلو خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې د ټول ښه نیت سره سره یونان په ختیځه مدیترانه کې د شدت د کچې د لوړولو په اړه هر ډول ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي. همداشان ترکیه د ختیځې مدیترانې د ستونزې د حل په موخه د پیشنهاد کړي نړۍوال کنفرانس د جوړولو په برخه کې د اروپايي ټولنې نه د غوڅو ګامونو د اوچتولو تمه کوي.

د حریت ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزارت لخوا یونان ته د اوروچ رئیس ځواب » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یونان د بهرنیو چارو وزارت ته  د اوروچ رئیس د فعالیت لپاره د اعلان  شوي سمندري خبرداري په اړه ډیر سخت ځواب ورکړ. ترکیې وویل چې یونان ناسمو ادعاءګانو  او بهانو سره د اعلان شوي سمندري خبرداري په اړه یو ځل بیا اعتراض کړی دی. ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ترکیه چې په ختیځه مدیترانه کې تر ټولو د اوږدې سمندري پولې خاوند هیواد دی د خپلې خاورې په ۱۵ کیلومترۍ کې د فعالیت په اړه يي د یونان اعتراض په هیڅډول د منلو وړ ندی.

د خبرترک ورځپاڼې « التون : که چیرې پدې مفکورې چې  زما خو زما دی خو د ستا په اړه به مذاکره وکړو ، پډې ډول مذاکرات نه کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ فخرالدین التون تیره ورځ د اوروچ رئیس کښتۍ له سره د سروې او تحقیقاتو په دندې د پیلولو په اړه ویلي دي چې ، اوروچ رئیس کښتۍ د سرویس او اکمال د چارو نه وروسته بیرته د خپلې دندې د پيلولو په خاطر ختیځې مدیترانې ته ستنه شوه. دا کښتۍ به د ترکیې تر واک لاندې په سیمه کې د انرژۍ پلټنو چارو ته دوام ورکړي. التون ویلي دي چې زما پيغام ډیر غوڅ او ښکاره دی. که چیرې تاسې پدې مفکورې چې زما خو زما دی خو د ستا په اړه به مذاکره وکړو دا ډول مذاکره نه کیږي.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې او روسیې ترمنځه مهمه لیدنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو سره ټيلیفوني خبرې وکړې. د ترکیې دفاع وزارت ویلي دي چې پدې ټیلیفوني خبرو کې د ارمنستان لخوا پر اذربایجان د بریدونو، ادلب او لیبیا ، دفاعي او امنیتي مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړل.

د ترکیې د دفاع وزیر د خپل روس سیال ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې ارمنستان په اذربایجان کې پر ملکي سیمو بریدونو او د اشغال کړې خاورې نه باید هر څه ژر ووځي.

د وطن ورځپاڼې « په ترکیه کې نوی پيل : د لیتیوم په تولید پيل کیږي » د سرلیک لاندي لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې په ترکیه کې به د لیتیوم په تولید پيل وشي. هغه وویل چې ځايي لیتیومو نه به  د ترکیې په ځايي برښنايي موټرو کې کار واخیستل شي. د لیتیوم د تولید لپاره به یو ډیر پرمختللی او د لوړ ظرفیت خاوند بڼسټ جوړ کړی شي.



اړوند خبرونه