د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1505205
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د صباح ورځپاڼې «د خزانې او مالیې وزیر لخوا د کویټ او قطر د سفر په اړه پيغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د ولسمشر اردوغان په مشرۍ کویټ او قطر ته  د ترسره کړي سفر په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې پيغام خپور کړ. هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ولسمشر اردوغان په مشرۍ مو کویټ او قطر ته یو ورځنی سفر ترسره کړ. د کویټ د وفات شوي امیر صباح الاحمد الجابر الصباح د مړینې له امله مو خپل تسلیت او خواخوږي مراتب وړاندې کړل. همداشان د قطر سره مو په سیمه کې د همکاریو د لا پياوړي کولو او د یووالي او اتحاد د لا مضبوطولو په خاطر مو مهمې لیدنې کتنې وکړې.

د وطن ورځپاڼې « د انرژۍ وزیر : ترکیه به د هغه هیوادونو نه یو وي چې دا سختې او ستونزمندې شې او ورځې د ډیرو کمو اقتصادي خساراتو سره تیر کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتع دونمز وویل چې ترکیې د کرونا ویروس د اوبا ناروغۍ دا دوره په ډیره ښه توګه تنظیم او اداره کوونکو هیوادونو یو دی. د کرونا ویروس د اوباما سره سره مو خپلې پانګه اچونې ونه درولې. د تولیداتو څرخونه سره ددې چې لږ په کلاره شو خو په ټپه ونه دریدل. که په کلاره کلاره هم وي پرمختګ ته دوام ورکوو. انشاالله چې ترکیه پدې وروستیو کې د اوچتو کړو ګامونو سره به دا ستونزمنده دوره د ډیرو کمو اقتصادي خساراتو ته تیره کړي.

د ینې شفق ورځپاڼې « د روم په رسنیو کې د ماراش ارزونې : ددې ښار د پرانیستو په مخنیوۍ قادر نه یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ډارونکی ښار په توګه مشهور د چې د تیرو څو لسیزو نه راپدیخوا تړلی وو د پرانیستو پریکړه وشوه. د مسئلې د سویلي قبرس په رسنیو کې پراخه ځای موندلی دی. د سویلي قبرس رسنیو ددې خبري په ټینګار ویلي دي چې سویلي قبرس د ادارې مشر نیکوس د ماراش په نامه ددې تړلي ښار د نه پرانیستو په خاطر ډیرې زیاتې ډیپلوماتیکي هلې ځلې وکړې خو ګټه يي ونکړه. د جرمني د لومړۍ وزیر مرکل، انګلستان او امریکا هلو ځلو پر انقرې هیڅډول مثبتې اغیزې ونکړې او دادې ښار د پرانیستو مخه يي ونه نیوله.

د سټار ورځپاڼې « د روسیې لخوا د ویزې پریکړه په لست کې ترکیه هم شتون لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، روسیې ویلي دي چې د الکترونیک ویزو بهیر باندې پیل کوي. روسیې ویلي دي چې د ۲۰۲۱ کال نه په اعتبار سره به د ترکیې په ګډون ۵۲ هیوادونو وکړي چې د ترکیې د الکترونیک ویزو نه ګټه پورته کړي.

د حریت ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو د لوکسو سمتونو لست خپور شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د انګلستان د ټایمز اوټ مجلې د نړۍ تر ټولو د لوکسو سمتونو لست خپور کړ. ددې لست په جوړولو کې د سمتونو کولتوري کچه د ګاونډیتوب اړیکي په نظر کې نیول شوي دي. د ویلو ده چې په نوموړي لست کې ۴۰ سمتونو ځای نیولی دی چې د ترکیې د ارناوت کوی سیمه هم پکې شامله شوې ده .



اړوند خبرونه