د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1504265
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان پر ماکرون ډیرې سختې نیوکې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ ( جوماتونه دیني عالمانو  اونۍ ) د پروګرام په چوکاټ کې د فرانسې پر ولسمشر امانویل ماکرون د وروستیو اسلام دښمنه څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان ماکرون ته په خطاب کې وویل چې په اسلام کې د اصلاحاتو راوستو په اړه بحث کول له حد او حدودو خپه اړول دي او بې ادبي ده. ته څوک يي چې په اسلام کې د اصلاحاتو راوستو خبره په خوله یادوې. خپل حد او ځای وپیژنه.

د سټار ورځپاڼې « اردوغان : هیله لرو چې د ماراش تړلې سیمه ټوله د استفادې پر مخ پرانیستل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د شمالي قبرس ترک جمهوریت لومړي وزیر ایرسین تاتار پرون د شمالي قبرس ترک جمهوریت لپاره د اوبو د برابرولو پروژې د نللیکې  د بیارغونې نه وروسته د پروژې د پرانیستو په مراسمو کې وینا وکړه. ایرسین تاتار وویل چې د پنجشبنې پر ورځ به د ماراش تړل شوی ساحل د هیوادوالو د استفادې لپاره پرانیزو. همداشان ولسمشر اردوغان هم وویل چې د ماراش سیمه د شمالي قبرس ترک جمهوریت خاوره ده. د شمالي قبرس ترک جمهوریت لخوا د ماراش ساحل د خلکو پر مخ د پرانیستو د پریکړې نه قوي ملاتړ کوو.ولسمشر اردوغان وویل تمه لرو چې د ماراش سیمه ټوله د استفادې پر مخ پرانیستل شي. پدې برخه کې د شمالي قبرس ترک جمهوریت مقاماتو سره هر ډول مرستې ته چمتو یو.

د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو : ټوله نړۍ باید پدې پوه شي چې د قره باغ مسئله نور پدې ډول دوام کولې نشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون اذربایجان ته د خپل سفر په ترڅ کې په پلازمینه باکو کې خبري غونډې ته مهمې څرګندونې وکړې. چاوش اوغلو ددې خبري په ټینګار وویل چې ارمنستان د فشار لاندې د راتلو سره سم په اذربایجان کې پر ملکي  وګړو بریدونه پيل کړي  دي. دا بشري جنایت دی. دا بریدونه د ارمنستان د بیچاره ګۍ ښکارندويي کوي. هغه د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان مینسک ډلې باندې هم سختې نیوکې وکړې او وویل چې له بده مرغه چې مینسک ډله یرغلګر ارمنستان او متضرر اذربایجان په یوه تله کې ایښي دي. دواړه ته په یوې سترګه ګوري خو اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې نور دا  مسئله پدې ډول دوام کولې نشي.

 د حریت ورځپاڼې « د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن نړۍواله ټولنه باید د ارمنستان تر اشغال لاندې د اذربایجان د خاورې د ازادولو او یا د اشغال نه د خلاصولو نیټه اعلان کړي. پدې مسئله کې د اروپا د امنیت او همکاریو تشکیلات مینسک ډله باید خپل مسئولیت ادا کړي. که چیرې دا کار نکوي کیدای شي چې ددې ډلې یو بدیل میکانیزم جوړ شي او دا ستونزه حل کړي.

د وطن ورځپاڼې « اوکراین د ترکیې نه بې پیلوټه الوتکو پیریدو ته تیاری نیسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین د وسلو د تجارت دولتي شرکت عمومي رئیس وادیم نوزدریا وویل غواړو چې د ترکیې نه ۴۸ بې پیلوټه الوتکې راونیسو او ددې سربیره غواړو چې د ترکیې سره د بایرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکې په ګډه تولید کړو.



اړوند خبرونه