د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1492188
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا اروپا ته د ختیحې مدیترانې پيغام »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان تیره ورځ د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

پدې  ویدیو کنفرانس کې  دواړو مشرانو د ترکېې او جرمني‌ پر اړیکو او سیمه ایزو مسئلو بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې مرکل ته وویل چې د ختیځې مدیترانې په مسئله کې تر کومه چې د عدالت او حقانیت پر بڼسټ ولاړ دریځ شتون ولري هر ډول اختلافات د مذاکراتو او تفاهم په چوکاټ کې د حل وړ دي. هر ډول اختلافات حل ممکن دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې اروپايي هیوادونه باید د ختیځې مدیترانې په مسئله کې د حق او عدالت ترڅنګ ودریږي. هغه وویل چې ترکیه به د خپل حق او حقوقو نه تر وروستې شیبې دفاع وکړي او پدې برخه کې به  ډیره فعاله سیاست ته دوام ورکړي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د اوروچ رئیس نوې دندې ځای معلوم شو. د مییس ټاپو په سویل کې به فعالیت پیل کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اوروچ رئیس د  انرژۍ  سروې او تحقیقاتي‌ کښتۍ چې د تیرې یوې میاشتې راهیسې د ختیځې مدیترانې به سویل کې پلټنې او تحقیقاتي‌ فعالیتونه پیل کړي‌ وو او د شمال پر لورې راروانه وه کښتۍ د تخنیکي‌ سروس په خاطر د انتالیا ولایت کې لنګر اچولی دی. د کښتۍ د دندې نوی ځای وټاکل شو. کښتۍ به د تخنیکي‌ سروس نه وروسته په مدیترانه کې د مییس ټاپو سویل لوري ته ولیږل شي‌ او هلته به د ترکیې تر واک لاندې په سیمه کې په پلټنو پيل وکړي. اوروچ رئیس به پدې سیمه کې د دوو میاشتو لپاره پلټنې وکړي. تمه کیږي‌ ترکیه نوې سمندري‌ خبرداری اعلان کړي. 

 

د سټار ورځپاڼې « د شمالي‌ مقدونیا لخوا پر یونان د ترکیې سره پر همکارۍ غږ شوی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي‌ مقدونیا لومړي‌ وزیر زوران زایوو  د یونان پر حکومت د ختیځې مدیترانې په مسئله کې د ترکیې سره په همکارۍ غږ وکړ. هغه د سیمې هیوادونو سره قوي‌ اړیکو او ریښو پر اهمیت د ټینګار سره وویل چې  ، مونږ باید هوښیار شو . په خپلو منځونو کې باید همکاري وکړو. ددې په هیله چې دا اختلافات پایته ورسیږي‌ او له سره تکرار نشي. ځکه چې ترکیه د یونان ګاوندی او زمونږ نږدې دوست هیواد دی.

 

د صباح ورځپاڼې « د ترکېې لخوا په ډله ایز توګه د ډرون نه کارونې نړۍ حیرانه کړې ده » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د جمهوري‌ ریاست اړوند د دفاعي صنایعو ریاست  د ټولیزه ډرون ټکنالوژۍ د پراختیا او نندارې د پروژې په چوکاټ کې په جوړه شوې سیالۍ کې لومړنۍ مرحله پایته ورسیده. پدې امتحاني‌ مرحله کې یو زیات شمیر شرکتونو ګډون کړی وو او خپل هنرونه يي نندارې ته وړاندې کړل.

د ترکیې د دفاعي صنایعو رئیس اسماعیل دیمیر ویلي دي‌ چې پډې  وروستیو کلونو کې ترکیې د ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې ډیر مهم بریالیتوبونه ترلاسه کړي‌ دي. د ترکیې لخوا جوړ شوې ډرون په نړۍ کې د خپلو همکتارانو په منخ کې تر ټولو د ښه سیستم خاوند دي.

 

د حریت ورځپاڼې «‌ روسان چوپه چوپه انتالیا ته راځي» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د نوي‌ ډول کرونا ویروس د ساري‌ ناروغۍ د بهیر د عادي‌ کیدو سره سم په سر کې د روسیې نه دنړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو نه ترکیې  ته او په ځانګړې توګه انتالیا ته چوپه چوپه ګرځندویان راروان دي.

ویل کیږي‌ انتالیا ولایت ته یواځې د اګست په میاشت کې ۲۲۵ زره تنه روس ګرځندویان راغلي‌ دي. همداشان د سپټمبر د میاشتې په لومړنیو دوو اونیو کې بیا د اګست میاشت په پرتله لا زیات ګرځندویان انتالیا ته راغي‌ دي.



اړوند خبرونه