د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1467547
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : مونږ تل د لبنان ترڅنګ ولاړ یو » د سرلیک لاندې لیکلی دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لبنان کې د رامنځته شوو چاودنو نه وروسته د خپل شخصي ټویټر پاڼې له لارې په عربي‌ ژبه پيغام خپور کړی دی. ولسمشر اردوغان ویلي‌ دي‌ چې د ترکیې په توګه مونږ تل د لبناني‌ ورورنو ترڅنګ لاړ یو.

 

د سټار ورځپاڼې « فرانسوي‌ ورځپاڼه : ولسمشر اردوغان د مدیترانې نقشه له سره رسم کړه  » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د فرانسې د لا فیګارو ورځپاڼې   ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د فاتح سلطان احمد خان سره شباهت ورکړی دی . په خبر کې راغلي دي ولسمشر اردوغان د لیبیا د لومړي‌ وزیر فیض السراج سره په ګډه د مدیترانې نقشه له سره رسم کړه. په خبرکې راغلي دي چې د لویدیځوالو لخوا د السراج د یواځې پریښودو نه وروسته هغه مجبور شو چې د ترکیې سره تفاهم وکړي‌ او تړون لاسلیک کړي.

 

د صباح ورځپاڼې « ترکیه د کرونا ویروس ضد واکسین پر انسانانو ازمایښت پيلوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د نوي‌ ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ ضد د واکسین او درملو د جوړولو چارې په چټکۍ سره دوام لري. د ترکیې د علمي‌ څیړونو او تکنالوژۍ ادارې لخوا د واکسین د ازمایښتونو په چوکاټ کې په حیواناتو باندې ازمایښت یو ډیر مهم پړاو ته رسیدلی دی. همداشان په ډیره لنډه موده کې به يي پر انسانانو ازمایښت پیل شي.

 

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې اقتصاد د کووید ۱۹ سره سره د ودې په حال کې دی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، پداسې حال کې چې د روان میلادي‌ کال په دویمه ربع کې د اروپايي ټولنې اقتصاد ۱۱ عشاریه ۹ سلنه او د امریکا متحده ایالتونو اقتصاد ۳۲ عشاریه ۹ سلنه کوچنی شوی دی د ترکیې اقتصادي‌ وده دوام لري. د جولای په میاشت کې د ترکیې صادارت  د جون د میاشتې په پرتله ۱۱ عشاریه ۵ سلنې په ډیریدو سره ۱۵ میلیارده او ۱۲ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي . صادرات د کووید ۱۹ ساري‌ ناروغۍ نه مخکې سویې ته رسیدلي دي او د ۲۰۲۰ کال تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلی دی.

 

د خبرترک ورځپاڼې « وزیر البیرق : ټول صادرونکو ته مبارکي وایم » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې د جولای په میاشت کې د صادراتو ارقام خپاره کړي‌ دي.

د ترکیې صادرات په جولای میاشت کې ۱۵ میلیارده ډالرو ته رسیدلي دي. دا د ۲۰۲۰ کال تر ټولو ستر رقم دی.



اړوند خبرونه