د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1466800
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د ملي شورا رئیس : هیڅ وخت به اجازه ورنکړو چې ارمنستان خپل عملونه عملي کړي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د ملي‌ شور رئیس مصطفی شنتوپ د اذربایجان د ملي‌ شورا رئیس صاحبه غفوروا  سره د اختر مبارکۍ په ټیلیفوني‌ خبرو کې  پدې وروستیو کې د ارمنستان لخوا پر اذربایجان د بریدونو په مقابل کې د اذربایجان نه د ترکیې ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ. هغه وویل چې ترکیه به هیڅکله هم اجازه ورنکړي‌ چې ارمنستان خپلو اعمالو ته ورسیږي.

 

د وطن ورځپاڼې « په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې تجریدول ناممکنه دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې  په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې ستراتیژي په اړه خبر خپور کړی دی.

په خبر کې راغلي‌ دي چې ترکیې په سیمه کې سمندري پروګرامونه پيل کړي‌ دي چې ددې حملې انتظار کیده. په خبر کې راغلي‌ دي چې په ختیځه مدیترانه کې د انرژۍ د معادلاتو کې د ترکیې د تجریدولو او بهر پاتې کیدو هڅې کیدې خو ترکیې دا ټولې هڅې شنډې کړې. د ترکیې قوي‌ او عظیمې ارادې دا ډول اقدامات ټول ناکامه او شنډ کړل. اوس مهال په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې تجریدول ناممکنه خبره ده.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « اروپا د ترکیې سره نښته نه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د یونان پخواني‌ د دفاع وزیر ایوانجیلوس اپوستولاکیس د ترکیې پر اهمیت د ټینګار سره ویلي دي  چې اروپايي ټولنه د جیوپولتیک او اقتصادي پلوه ترکیې ته په یونان ترجیح ورکوي. هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ډیر پياوړی مشر دی او د اردوغان په مشرۍ ترکیه په ختیځه مدیترانه کې د هرې ورځې په تیریدو سره په یو مهم طاقت او قوت د بدلیدو په حال کې دی.

ترکیه نن ورځ په ټولو جیوپولتیک پلاټ فارمونو کې فعاله ګډون کوي‌ او په یو جدي‌ او مهم اکټور بدل شوی دی.

 

د خبرترک ورځپاڼې « په ترکیه کې د ونډو بازار په ډیره چټکه توګه ځان راټول کړ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د نوي‌ ډول کرونا ویروس د اغیزو سره سره د ترکیې بازارونو په ډیره چټکه توګه ځان راټول کړ. په استانبول کې د غیرې منقول اموالو بازار سږ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د ۱۶ سلنې ودې سره  ۱۰۶ زرو کورونو پلورل کیدو نه اوښتی دی. همداشان پدې موده کې په ټوله ترکیه کې د موټرو بازار د ۱۵۶ زرو موټرو نه ۲۰۳ زرو موټرو ته لوړ شوی دی. یعنې تیر کال په همدې موده کې ۱۵۶ زره موترې پلورل شوې چې سږ کال دا رقم ۲۰۳ زرو ته لوړ شوی دی. همداشان په استانبول کې په تیرو ۷ میاشتو کې د نوو پرانیستل شوو شرکتونو شمیره د تیر کال همدې میاشتو په پر تله لس سلنه لوړه شوې ده .

 

د حریت ورځپاڼې « د اقتصادي‌ ودې اصلي‌ مرکز ترکیه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې تر ټولو ستر د سینګار او نظافت د توکو شرکت پي‌ ایند جي د ترکیې ، قفقاسونو او منځني‌ اسیا عمومي‌ رئیس تانکوت تانري اوغلو وویل چې ترکیه په ترکیه کې د اقتصادي ودې اصلي‌ مرکز دی. هغه ویلي‌ دي‌ چې ترکیه پدې تیرو ۳ کلونو کې د اروپا تر ټولو ستر وده کوونکی هیواد دی. هغه ویلي‌ دي ددوې شرکت په عینې وخت کې د ترکیې د صادراتو اتل دی.

 



اړوند خبرونه