د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1464697
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې « د دفاع وزیر اکار: هر سړی باید د ترکیې جمهوریت پریکړو ته درناوی وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ پرانیستل د ترکیې مسلم او مشروع حق دی. د ترکیې د حاکمیت او ازادۍ حق دی.

پدې مسئله کې د ترکیې جمهوریت د اداراتو پرته بل څوک د څه ویلو حق نلري. هر سړی باید د ترکیې جمهوریت پریکړو ته درناوی وکړي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ادلب د ترکیې نه مننه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د سوریې د ادلب ښار چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو غوڅ دریځ په نتیجه کې استقرار ته رسیدلی دی ادلبیانو د یو ویدیويي پیغام په خپرولو سره د ترکیې نه مننه کړې ده.

پدې ویدیويي پیغام کې یو تن سوري‌ وګړي‌ داسې ویلي‌ دي ! د ترکي سرتیرو نه مننه کوو. هغوې زمونږ لپاره خپلې کورنۍ، هیواد او ماشومان پریښي او دلته راغلي‌ دي. درې کاله کیږي چې دلته دي. ترکي‌ سرتیري دلته غټ او وړو ټولو ته احترام کوي او زمونږ سره ډیر ښه انساني‌ چلند کوي . ولسمشر اردوغان ته دې په زرګونو سلامونه وي.

 

د حریت ورځپاڼې « د جرمني‌ مجلې لخوا د کرونا ویروس په برخه کې د ترکیې ستاینه» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په جرمني‌ کې د ګرځندوی په برخه کې نشرات کوونکي‌ د تورستیک اکتیول په نامه مجلې په ترکیه کې د ګرځندوی په برخه کې د کرونا ویروس په اړه د نیول شوو کلکو تدابیرو په اړه یوه لیکنه خبره کړې ده . مجلې د کرونا ویروس په برخه کې د ترکیې لخوا د نیول شوو تدابیرو ستاینه کړې ده . په لیکنه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې ترکیې د نظافت په برخه کې داسې مقرارات وضع کړي‌ او عملي‌ کړي‌ چې په واقعیت سره د ستایلو وړ دي.

 

د وطن ورځپاڼې « د سومیلا صومعې د معرفي په خاطر ځانګړې ویبپاڼه جوړه شوې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د سومیلا صومعې د معرفي‌ کولو په خاطر یوه ځانګړې ویبپاڼه جوړه کړې ده .

په ویبپاڼه کې د انادولو پټ څلي روښانه کیږي . په وییبپاڼه کې د سومیلا صومعې د تاریخ، معمارۍ، بیارغونې چارو اړوند معلومات او عسکونو ته هم ځای ورکړ شوی دی.

 

سټار ورځپاڼې « د ۶ جي‌ په ۳۵۰ کسیزې کاري‌ ډله کې ۳ تنه ترکان هم شتون لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ د مختلفو هیوادونو نه ۳۵۰ تنه کارپوهان د ۶ جي په اړه کار کوي. د نوموړو کسانو په منځ کې درې تنو ترکانو هم ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه