د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1462627
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په استانبول کې د ترکیې د ملي‌ استخباراتو د استانبول د څانګې د ریاست د نوې ودانۍ د پرانیستو په مراسمو کې په خپله وینا کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو مسئلې ته په اشارې سره وویل چې « یو زیات شمیر برخې شتون لري چې اوس هم استانبول د ترکیې د خاورې په توګه منلی او زغملی نشي. »

 

د وطن ورځپاڼې « د ملي‌ دفاع وزارت لخوا د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د یونان د سیلانیک په ښار کې د ترکیې د بیرغ سوځول په ډیره کلکه توګه وغندل.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي چې « دا ډول او دیته د ورته تحریک امیزه اقداماتو ته هر څه ژر د پایته رسولو په خاطر یونان لوري ته خبرداری ورکوو» . هر هغه چټل لاسونه چې د ترکیې شانداره بیرغ ته غځول کیږي‌ هغه به مات کړل شي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د تازه میوو او سبو صادارت د پانډیمې په موده کې ۴۵ سلنه لوړ شوي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ایژې سیمې د تازه میوې او سبور د صادراتو ټولنې ویلي‌ دي چې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د تازه میوې او سبو صادرات ۴۵ سنله په لوړیدو سره ۱۳۷ میلیونه ډالرو ته رسیدلي‌ دي.

د ایژې سیمې د تازه میوې او سبور د صادراتو د ټولنې رئیس خیرالدین اوچاق ویلي‌ دي چې د ګیلاسو په صادراتو کې مو سږ کال د ترکیې د جمهوریت د تاریخ ریکارډ مات کړ.

 

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې او روسیې ترمنځه د متقابلو الوتنو د پيلولو پریکړې د روسېې سیاحتي‌ شرکتونه خوښ کړي‌ دي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د روسیې سیاحتي‌ شرکتونو ویلي دي‌ چې د ترکیې او روسیې ترمنځه د متقابلو الوتنو له سره پيلیدو پریکړې ددوې چارو ته وده ورکړې. د ترکیې د الوتکو ټکټونونو پلورل پنځه برابره لوړ شوي‌ دي.

 

د حریت ورځپاڼې « د ګرځندویانو لپاره د کرونا ویروس په ګډون روغتیايی بیمې د ټولو لخوا ستایل شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ګرځندوی د وزارت مرستیال نادر الپ ارسلان وویل چې د ګرځندویانو لپاره جوړه شوې روغتیايي بیمه د کرونا ویروس ناروغي‌ هم پکې شامله ده د ټولو لخوا ستایل شوې ده. هغه وویل چې ګرځندویان کولی شي‌ چې دا بیمه د سیاحتي‌ شرکتونو، هوايي شرکتونو او د ترکېې ته د راداخلیدو نه مخکې په هوايي ډګرونو کې د انلاین له لارې هم ترلاسه کړي.



اړوند خبرونه