د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1460511
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې د لیبیا او اذربایجان په مسئلې ټینګار » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه . د غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلامیه کې د لیبیا په مسئله کې نړۍ ته ډیر غوڅ پیغام ورکړ شوی دی. په اعلامیه کې راغلي‌ دي چې په لیبیا کې د لازمو ګامونو د اوچتیدو په مسئله کې تردد نه کوو. همداشان په اعلامیه کې د اذربایجان په خاوره د ارمنستان د بریدونو نه یادونه شوې ده او ویل شوي‌ دي‌ چې ارمنستان باید خپل بریدګر دریځ ته هر څه ژر د پای ټکی کیږدي او د اذربایجان د اشغال کړې خاورې نه ووځي.

 

د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د ایا صوفیه پيغام »  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټولنیزې مډیا له لارې د ایا صوفیه په اړه یو مهم پيغام او کلیپ خپور کړی دی. ولسمشر اردوغان په خپور کړي‌ پیغام کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي‌ چې ایا صوفیه ! په ګمبدو دې لګیدونکی باد ستا ازادي ده. ته د عزل د ورځې راهیسې زمونږ يي او مونږ ستا.

 

د سټار ورځپاڼې « د ترکېې د وسله وال پوځ له برکته مونږ ازادي ترلاسه کړې ده » د سر لیک لاندې لیکلي دي، د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د پارلمان د رئیس مرستیال زورلو توري وویل چې د ۱۵۷۱ میلادي‌ کال راهیسي په قبرس کې میشت د قبرس ترکان، د ترکیې د وسله وال پوځ له برکته ازادي‌ ترلاسه کړې ده . هغه وویل که چیرې د ترکیې پوځ راغلی نوی د قبرس ټاپو به یونان ته تسلیم شوی وی. قبرس به په ګیریت بدله شوې وی. یا به ټول د قبرس تاکان وژل شوي‌ وی او یا به د ټاپو نه په زور ته تبعید شوي وی.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « په ترکیه کې به د اقتصاد د راټولو بهیر دوام وکړي‌ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د کرونا ویروس د پانډیمي سره سره په ترکیه کې تولیداتو ونه دریدل او اقتصاد د ځان راټولو بهیر ته دوام ورکړ. پداسې حال کې چې کرونا ویروس ساري‌ ناروغۍ د ټولې نړۍ په اقتصاد ډیرې ژورې منفي‌ اغیزې کړي‌ دي خو ترکیې په مثبته توګه اقتصادي ودې ته دوام ورکړی دی. هغه وویل چې روان کال په پاتې میاشتو کې به هم د ترکیې د اقتصاد د راټولو بهیر دوام وکړي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د اروپا د بیارغونې او پراختیا بانک تر ټولو ډیره پانګه اچونه په ترکیه کې کړې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د بیا رغونې او پراختیا بانک د روان میلادي‌ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۵ عشاریه یو میلیارده ایرو پانګه اچونه کړې ده .  یاد شوي بانک په ترکیه ک د یو میلیارد ایرو پانګه اچونې سره تر ټولو ستره پانګه اچونه په ترکیه کې کړې ده . ترکیې د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال په لومړۍ نیمايي کې د اروپا د بیا رغونې او پراخیتا بانک لخوا د ترسره شوې ټولې پانګه اچونې یوه پنځمه برخه ترلاسه کړې ده .



اړوند خبرونه