د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1458982
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د قبرس پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د قبرس د سولې عملیاتو د ۴۶ مې کلیزې په مناسبت په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي وو چې ترکیه لکه د ۴۶ کاله مخکې په څیر نن هم د قبرس د ترکانو نه ملاتړ کوي‌ او د هغوې ترڅنګ ولاړ دي. ترکیه د قبرس د ترکانو د عظیمې مبارزې نه تل ملاتړ کوي. ترکیه نن ورځ هم د قبرس د ترکانو د سولې، استقرار او رفاح تضمین دی. په قبرس کې تل پاتې او دوامداره سوله ترکانو ته د مساوي‌ حقونو په ورکولو سره د امکان وړ ده.

 

د صباح ورځپاڼې « اکار: د حفتر سره ترسره کیدونکې مرستې باید هر څه ژر پرې کړی شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار په بلنه تیره ورځ د لیبیا د کورنیو چارو وزیر او مالتا د ملي‌ امنیت او کورنیو چارو وزیر په ګډون درې اړخیزه غونډه وکړه. خلوصي‌ اکار د غونډې نه وروسته خبري غونډه کې وویل چې په لیبیا کې د سولې ، استقرار، امنیت او مځکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د یواځني‌ خنډ کودتاچي‌ حفتر سره باید هر څه ژر روانې مرستې پرې کړی شي.

 

د وطن ورځپاڼې « د تجارت وزیرې د پاکستان د انلاین تجارت عمومي هیت پروګرام ته وینا وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د تجارت وزیرې رخسار پیکجان وویل چې پاکستان د ترکیې لپاره د دوست او ورور هیواد نه زیات د تجارت په برخه کې د ترکیې ډیر مهم شریک هیواد دی. د دواړو هیوادونو ترمنځه ۸۵۰ میلیونه ډالرو تجاري حجم شتون لري چې دا پخپله د هر څه ښکارندويي کوي. تمه کوو چې هر څه ژر دا رقم د یو میلیارد ډالرو نه واوړي.

 

د حریت ورځپاڼې « د فاتح په نامه د ترکیې د انرژۍ پلټنې کښتۍ په توره بحیره کې د انرژۍ په پلټنو پیل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ترکیې د فاتح په نامه د انرژۍ د پلټنې کښتنې په توره بحیره کې په پلټنو پیل وکړ.

هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي دي‌ په توره بحیره کې د انرژۍ په پلټون پیل وشو. که چیرې په سیمه کې ګاز یا تیل شتون ولري‌ خامخا به يي پيدا کړو او راوباسو.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د کورونو بازار ۳۲ سلنه لوړ شوی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د ترکیې په کچه د غیرې منقول اموالو بازار د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۳۲ سلنه لوړ شوی دی.

د ویلو ده چې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۵۸۱ زره او ۷۹۸ کورونه پلورل شوي‌ دي. پدې موده کې تر ټولو ډیر کورونه په استانبول کې پلورل شوي‌دي.



اړوند خبرونه