د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1456814
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې «‌ د ترکیې د دفاع وزیر لخوا د ارمنستان پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د ارمنستان لخوا پر اذربایجان بریدونه په کلکو ټکو وغندل او وویل چې ارمنستان به ددې بریدونو لاندې شي او په خپلو بریدونو کې به ډوب شي. ددې هیواد نه به خامخا ددې بریدونو حساب وپوښتل شي.

هغه وویل لکه څرنګه چې مو تر ننه پورې د اذربایجان نه ملاتړ کړی دی ددینه وروسته به هم ترینه ملاتړ ته دوام ورکړو.

 

د سټار ورځپاڼې « عليوف : ټولې نړۍ  یو ځل بیا د ترکیې سره زمونږ د ورورولۍ شاهدي‌ وکړي »‌ سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف د ارمنستان د پوځونو لخوا په اذربایجان کې پر ملکي‌ میشتو سیمو د بریدونو په اړه وویل چې " مونږ غښتلې اردو جوړه کړې، د بره قرباغ د مسئلې په اړه د ذرې په اندازه په شا ګام نه اوچتو. هغه د ترکیې د ملت او ولسمشر رجب طیب اردوغان د قوي‌ ملاتړ له امله مننه وکړه. هغه وویل چې ټولې نړۍ یو ځل بیا زمونږ او د ترکیې د قوي‌ او پياوړې ورورولۍ اړیکو شاهدي‌ وکړه.

 

د وطن ورځپاڼې « انتالیا ولایت ته د انګلیس ګرځندویانو لومړۍ قافله راورسیده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او انګلستان ترمنځه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي‌ د تدابیرو په چوکاټ کې درول شوې متقابلې الوتنې له سره د پیلیدو د ګرځندوی سکتور هم په حرکت راغلی دی. د نوي‌ ډول کرونا ویروس په اړه د نوو پرمختګونو او وضعیت د ښه کیدو نه وروسته د ترکیې د انتالیا ولایت ته د انګلیس ګرځندویانو لومړۍ قافله راورسیده.

تمه کیږي چې په راتلوونکو ورځو کې لا زیات انګلستان ګرځندویان ترکېې ته راشي.

 

د حریت ورځپاڼې « روس ګرځندیان به ترکیې ته رامات شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، روسیه د هغه هیوادونو په سر کې قرار لري‌ چې ترکیې ته تر ټولو زیات ګرځندویان رالیږي. د ترکیې د ټرانسپورت وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو د ترکیې او روسیې ترمنځه د کرونا ویروس له امله درول شوو الوتنو له سره د پیلیدو زیری ورکړ. هغه وویل چې د الوتنو د پیلیدو سره به ترکیې ته د روسي ګرځندویانو په شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راشي. تیر کال د روسیې نه ترکیې ته ۷ میلیونه تنه ګرځندویان راغلي‌ وو چې ۶ میلیونه تنه يي انتالیا ولایت ته ترجیح ورکړې وه.

 

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې ملکي‌ هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین تر ټولو زیات سفر کوونکی دویم شرکت وټاکل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې ملکي‌ هوايي چلند شرکت چې د کرونا ویروس له امله خپلې ټولې بهرنۍ الوتنې ځنډولې وې او د جون د میاشتې د ۱۱مې نیټې راهیسې له سره پيل کړي دي د جولای په ۱۵ مه نیټه د ترسره کړو ۵۶۸ الوتنو سره په اروپا کې تر ټولو زیات سفر کوونکی دویم هوايي شرکت وټاکل شو.

همداشان یواځې د استانبول هوايي ډګر د ۴۲۱ الوتنو د کوربه توب له امله د اروپا تر ټولو رشناکه څلورم هوايي‌ ډګر وټاکل شو.



اړوند خبرونه