د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1454756
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « اردوغان او پوتین ټیلیفوني‌ خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تیره ورځ د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. اردوغان او پوتین پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پياوړتیا سربیره د سیمې د سولې ، امنیت او استقرار په خاطر په هممهاله توګه د کار کولو په اړه تفاهم وکړ.

 

د حریت ورځپاڼې « د چاوش اوغلو لخوا ډیر سخت غبرګون : ارمنستان باید خپل عقل سر ته راولي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ټي آر ټي‌ سره په ځانګړې مرکه کې د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې نښتې ته په اشارې سره وویل چې " ارمنستان باید خپل عقل سرته راولي. مونږ د خپلو ټولو امکاناتو سره د اذربایجان ترڅنګ ولاړ یو."

 

د سټار ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایا صوفیه په اړه د اروپا بهرنیو اړیکو د عالي‌ استازي د څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي‌ اقسوی د ایا صوفیا جومات په اړه  د  اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیت د سیاستونو د عالي‌ استازي جوزیف  بورریل د څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون په ترڅ کې وویل چې " یو ځل بیا په ټینګار وایو چې ایا صوفیه د ترکیې ملک دی او د ایا صوفیه په اړه هر ډول پریکړه او یواځې او یواځې د ترکیې واک او صلاحیت دی.هیڅوک د ترکیې د حاکمیت په حق کې د مداخلې واک او حق نلري."

 

د وطن ورځپاڼې « د عدالت او پراختیا د ګوند د ویاند لخوا د ایا صوفیه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د ګوند د مرکزي اجراییوي شورا د غونډې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو نه وروسته به ایا دا تاریخي‌ جومات د ملګروملتونو د تاریخي‌ میراثونو په لست کې پاتې شي‌ او که نه ؟ داسې وویل ، ایا صوفیه به د جومات او نړۍوال کولتوري  میراث په توګه د یو شانداره تاریخي‌ مکان په توګه خپل موجودیت ته دوام ورکړي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د تکنالوژۍ وزیر ورانک : د مې په میاشت کې په چټکه توګه د خپل اقتصاد د راټولونکو درې هیوادونو نه یو ترکیه دی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک د صنایع د تولیداتو د شمیرو په اړه په څرګندونو کې وویل چې ترکیه د هغه دریو هیوادونو نه یو دی چې د مې په میاشت کې تر ټولو په چټکه توګه خپل اقتصاد راټول کړی دی. د ترکیې په اقتصاد کې د ټولو قلمونو اندکس د مثبت پر لورې روان دی.



اړوند خبرونه