د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1454083
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې «‌د ولسمشر اردوغان لخوا د ایا صوفیه په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایا صوفیه جومات  له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو د پریکړې په اړه وویل چې  ، د ایا صوفیه د برخلیک په اړه وروستۍ پریکړې صلاحیت او واک د ترک ملت دی ، د نورو  ندی. دا زمونږ کورنۍ مسئله ده. نورو هیوادونو ته یواځې زمونږ پریکړې ته درناوی په برخه رسیږي. نور باید زمونږ پریکړې ته درناوی وکړي.

 

د سټار ورځپاڼې « د چاوش اوغلو لخوا د لیبیا په اړه غوڅ پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د فاننشیل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ، د لیبیا حکومت به په یو شرط چې د هیواد په ختیځ کې د غیرې مشروع وسله والو ځواکونو مشر کودتاچي‌ حفتر وسله وال ځواکونه د سیرت او الجفره د سیمو نه په شا شي‌ او د ۲۰۱۵ کال  نقشې ته بیرته ستانه شي کیدای شي  چې اوربند ته غاړه کیږدي. تر کومه چې د حفتر ځواکونه ددې سیمو نه په شا نشي د لیبیا د مشروع حکومت وسله وال ځواکونه به تعرض ته دوام ورکړي.

 

د ورځپاڼې « ترکیه د خلیج د هیوادونو سره د انلاین تجارت پل جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزارت د دوبۍ تجاري‌ اتشې په تشبص د خلیجو هیوادونو او ترکیې ترمنځه د سیمه ایزو بازارونو لپاره د انلاین تجارت پل جوړوي.

 

د صباح ورځپاڼې « په نړۍ کې د دریو مهمو هیوادونو نه په یو بدل شوي‌ یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي‌ صنایع ریاست د ترکیې د وسله والو ځواکونو اړوند ټول ام ۶۰ ټي ټانکونو په مدرنیزه کولو سره د ام ۶۰ ټي‌ ام سویې ته لوړ کړل. د ترکیې د دفاعي صنایع ریاست رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې د هیواد ټول ټانکونه مو په اکتیف دفاعي‌ سیستم باندې سمبال کړل. ترکیه په نړۍ کې دریم هیواد دی چې ددې قابلیت او ټکنالوژۍ خاوند شو.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې د ځايي وسلو او تجهیزاتو په اړه کمپیوټري انلاین لوبه جوړه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې تر ټولو مشهور د انلاین پوځي‌ لوبو نه  اف پي‌ اس یا لومړی شخص نښته ویشتونکی  د لوبو نه په یوه کې د ترکش مود ټیم د ډلې لخوا د ترکیې ځايي‌ او ملي‌ وسلې اضافه کړی شوي دي. پدې لوبه کې د ترکیې بیرقدار بې پیلوټه بې وسلو او په وسلو سمبال ډرون ، انکا ، کوبرا، عقرب، کیرپي زغروالو موټرو، اټاک تعرض جنګي‌ چورلکو او التای ټانکونو په څیر د ترکیې ملي‌ او ځايي مهمات او تجهیزات اضافه شوي‌ دي. پدې لوبه کې لوبغاړي  د ترکیې ځانګړو  ځواکونو او خاص پولیسو په توګه  د فرات ډال عملیاتو، زیتون څانګې عملیاتو، سولې چینې عملیاتو او لیبیا کې روانو عملیاتو په سیمو کې دنده ترسره کولای شي .



اړوند خبرونه