د ترکیې ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې ” ولسمشر اردوغان : خپل ټول امکانات به په سویلي جغرافیه کې د استقرار د ټینګښت په خاطر په کار واچوو “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون  د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت د کانګرې او کولتور په مرکز کې  جوړه شوې   د ۲۰۱۹ کال کې  د ارزیابۍ  په غونډه کې  وینا وکړه. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په لیبیا کې د مشروع حکومت  نه د دفاع او مشروع حکومت  په خپلو خپو د دریدو پورې دې هیواد ته خپل سرتیري استوو. ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکیې امنیت په اصل کې  د پولو نه بهر پیلیږي د شعور سره  به  په سویلي جغرافیه کې  د ثبات د ټینګښت په خاطر خپل ټول امکانات  سیاسي ، تجاري، بشري، ډیپلوماتیک او عسکري په کار واچو.

د صباح ورځپاڼې ” د انرژۍ د وزیر لخوا د ځايي موټر په اړه مهم پيغام “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز  وویل چې تر ۲۰۳۰ کاله به په ترکیه کې  د ځايي او ملي  برښنايي  موټرو په ګډون  څه باندې  یو میلیون  برښنايي موټرې  فعالیت وکړي.

د وطن ورځپاڼې ” برات البیرق : په ۲۰۲۰ کال کې به یو ځل د بریالیتوبو  او لاسته راوړنو داستان ولیکو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې  د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو  د لویو  بهرنیو اسعارو سره  د بریدونو  مخه مو ونیوله ه او اغیزې مو  ورته له منځه یوړې. ټولو ته مو دا ثابته کړه چې  د خپلو ټاکلو اهدافو او موخو پر لورې په ډیر بریالیتوب سره  پر مخ روان یو. ټولو زمونږ  د بریالیتوبونو شاهدي وکړه. انشاالله چې  د هیواد ټول ارګانونه به  په ۲۰۲۰ کال کې یو ځل بیا  د بریالیتوبونو او لاسته راوړنو  داستان  ولیکي.

د ینې شفق ورځپاڼې ” په ۲۰۱۹ کال کې په بهرنیو سیاحتونو په ۹ میاشتو کې ۳ عشاریه ۴ میلیارده ډالره مصرف شوي دي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ۲۰۱۹ کال  د جنوري او سپټمبر د میاشتو ترمنځه په موده کې بهر ته د سفر کوونکو  ترکي وګړو کچه  د ۲۰۱۸ کال  د همدې میاشتو په پرتله  ۱۱ عشاریه ۹ سلنه لوړه شوې  او د ۶ میلیونه ۵۳۰ زره او ۳۸۸ تنو نه  ۷ میلیونه ۴۱۱ زره او ۷۰۲ تنو ته  لوړه شوې ده . ترکي وګړو پدې وموده کې د هیواد نه بهر  ۳ میلیارده او ۳۸۰ میلیونه ۲۱۳ زره امریکايي ډالره په مصرف رسولي دي.

د سټار ورځپاڼې ” په ترکیه کې  جوړ شوی واکسین کې د تغیراتو راوستو سره  د سرطان د ناروغۍ پر خلاف د تداوۍ لپاره  برابریږي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته په ترکیه کې د جوړ شوی  د چیچک ناروغۍ  واکسین  د اصلاح  کیدو  او ځینو تغیراتو نه وروسته  پدې وروستیو کلونو کې  د سرطان ناروغۍ  په تداوي کې کار کول کیږي.      



اړوند خبرونه