د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې ” ولسمشر اردوغان جرمني ته ځي  “ د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د برلین په کنفرانس کې د ګډون په موخه  د جنوري په ۱۹مه نیټه  د جرمني پلازمینې برلین ته سفر کوي.

د ویلو ده چې  د  ترکیې  د هلو ځلو په پایله کې په لیبیا کې رامنځته شوی  اوربند  او د ختیځې مدیترانې پرمختګونه  ددې کنفرانس  مهمې موضوع ګانې دي.

پدې کنفرانس کې ګډون کوونکي هیوادونه به  په لیبیا کې اعلان شوی  اوربند په تل پاتې  اوربند د بدلولو  او ددې هیواد روانې ستونزې د سیاسي  او سوله ایزو لارو څخه د حلولو لپاره به مناسبې حلارې  ولټوي.

د خبرترک ورځپاڼې ” د کانال استانبول د پروژې په اړه د بهرنیانو لیوالتیا “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر جاهد تورخان وویل چې د کانال  استانبول  د پروژې نه به ترکیه  یواځې  د کښتیو د تیریدو  نه  لږ تر لږه  په کال کې  یو میلیارده ډالره  عواید ترلاسه کړي.

هغه ویلي دي چې  د هالنډ، بلجیم  او فرانسې  یو زیات شمیر شرکتونو وار د مخه  د کانال استانبول  د پروژې په اړه  خپله لیوالتیا ښودلې ده . هغه د کانال استانبول  د جوړولو اړتیا  داسې بیان کړه. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د استانبول د باسفورس  تنګي  د نړۍوالې سمندري ټرانسپورت  یوه مهمه  ګذرګاه  ده  او دا سیمه  تل  د سمندري ټرافیک  له امله  د ډول ډول خطراتو سره  مخامخ وي.

همداشان  ددې سیمې  د بار  د کمولو له امله  د کانال استانبول  پروژه  د ترکیې لپاره ځانګړی اهمیت  لري.

د ینې شفق ورځپاڼې ” په ۱۲ میاشتو کې  د صادراتو کچه د وارداتو په پرتله نږدې ۳ میلیارده ډالره  ډیره شوې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، سره ددې چې د ۲۰۱۹ کال  د نوامبر په میاشت کې  د هیواد  د صادراتو جاري کسر  ۵۱۸ میلیونه  ډالرو  ښودل شوی دی خو  په ۲۰۱۹ کال کې  د وارداتو په پرتله  د صادراتو کچه  لوړه وه. ترکیې په ۲۰۱۹ کال کې  ۲ میلیارده ۷۲۵ میلیونه ډالره  د وارداتو په پرتله  زیات  صادرات کړي دي. همداشان  ترکیې  یواځې د سیاحت  نه  یو میلیارد ۴۱۴ میلیونه ډالره  عواید ترلاسه کړي دي.

د صباح ورځپاڼې ” په ترکیه کې د اسهامو بینه لوړه او بانکي سودونو کچه  د پام وړ راټیټه شوې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اسهامو په بازارونو کې  خوشبیني  دوام لري. د استانبول  د اسهامو په بازار کې د حصو بیه  د دوو کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره پدې اندازه  لوړې شوې دي. همداشان  د ۲۰۱۷ کال راهیسې  د لومړی ځل لپاره د بانکي سود کچه  ۱۰ عشاریه ۷۲ ته راټیټه شوې ده .

د سټار ورځپاڼې ” د سوداګرۍ وزیرې پیکجان  افریقا ته سفر کړی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیره  رخسار پیکجان د یو ستر هئیت په ملګرتیا  نایجریا ته سفر وکړ. هغه به د خپل دې سفر سره د نوموړي هیواد سره د سوداګرۍ په برخه کې  د همکاریو  په خاطر  نوي فرصتونه برابر کړي.

د ویلو ده چې  د هغې سره پدې سفر کې د ترکیې یو زیات شمیر سوداګر او پانګه والو ملګرتیا کوي.

وزیره  پیکجان به په نایجریا کې د خپلو لیدونو کتنو  او غونډو نه وروسته  د جنوري په ۱۵ مه نيټه  د ترکېې او مراکش  د سوداګرو په غونډه کې د ګډون په خاطر  مراکش ته سفر وکړي.



اړوند خبرونه