د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د اردوغان او ټرمپ ټیلیفوني خبرې »  د سرلیک  لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره په سیمه ایزو مسئلو او امریکا ته د ولسمشر اردوغان  د سفر په مسئلې خبرې وکړې. د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د نوامبر په ۱۳ مه نيټه  امریکا ته سفر کوي.

د وطن ورځپاڼې « د انرژۍ وزیر: د فاتح کښتۍ به  په لنډه موده کې  د انرژۍ د پلټون په خاطر  په برمه کارۍ پیل وکړي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انرژۍ او طبعي  زیرمو وزیر فاتح دونمز  وویل چې  د ترکيې د فاتح په نامه  نفت کش  کښتۍ به  په نږدې راتلوونکي کې  د انرژۍ د پلټون په خاطر  په برمه کارۍ پیل وکړي. هغه دا څرګندونې  په پلازمینه  انقره کې  جوړه شوې  د انرژۍ په ۱۲ مې نړۍوال کانګره او نندارتون په پرانیست وینا کې وکړې.

هغه وویل چې  دا کښتې  په فینیکه کې برمه کارۍ  پایته رسولي دي  او د اکمالاتو په خاطر  د ترکیې مارسین ولایت ته راغلې ده. د اکمالاتو  او ځینو نورو کارونو نه وروسته به کښتۍ بیرته  شمالي قبرس ترکي جمهوریت ته ستنه شي.

د سټار ورځپاڼې « د کورنیو چارو وزیر سویلو: ترکیه په سرو سترګو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي » د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان تیره ورځ په انتالیا کې  د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  نړۍ نن ورځ  د ترکیې لخوا روانه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه  د تعجب سره  څاري. ترکیې  دا چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په کومه اندازه  ژمن  دی  او په کومه کچه په سرو سترګو دا مبارزه پر مخ وړي دا يي ټولې نړۍ ته ښودلې ده.

د ینې شفق ورځپاڼې « په سوریه کې  باامن مخابراتو په اړه  په کار پیل وشو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سولې چینې د پوځي  عملیاتو نه وروسته  هغه سیمو ته  چې  د پ ک ک / وای پ جي او داعش ترهګرو ډلو نه تصفیه شوي دي د بیارغونې  او استقرار د ټینګښت په خاطر  هلې ځلې پيل شوي دي. ترکیه پدې سیمه کې  روغتون، تنورونه، پوسته خوني  او د مخابراتو  مرکزونه  جوړ کړي دي. همداشان  ترکیې  پدې سیمو کې  د انټرنټ او ټیلیفون خدمات هم  د ترکیې د غازي انتپ  د ولایت نه تامین کړي. د ترکیې د مخابراتو  یو ځايي شرکت  دا چارې غاړه اخیستي دي. ددې ګام  سره به هم  په سوریه کې خلکو ته  د مخابراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او هم  به د ترهګرو لاس ته  د بعضو مهمو معلوماتو د غورځیدو  مخه ونیول شي.

د حریت ورځپاڼې « په اکتوبر میاشت کې د ۲۶۷ عشاریه ۳ میلیونو ډالرو جواهرات صادر شوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د جواهراتو د صادراتو ټولنې  د شمیرو له مخې د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په میاشت کې  نړۍ ته ۲۶۷ میلیونه ۲۹۳ زره او ۳۱۰ ډالرو په ارزښت  جواهرات  صادر شوي دي.

یادې شوې ټولنې ویلي دي چې په تیرو لسو میاشتو کې بیا  جمعآ  ۳ میلیارده او ۴۸۸ میلیونو ډالرو صادرات ترسره شوي دي.



اړوند خبرونه